په هند کې د لاریون پر مهال اویا کسان ټپیان شوي دي

په هند کې د لاریون پر مهال اویا کسان ټپیان شوي دي

په هند کې د کشمیر خپلواکۍغوښتونکو د مشر له وژل کیدو وروسته تاوتریخوالی ډير شوی دی او له څو میاشتو راهیسې په دې هیواد کې پر له پسې لاریونونه روان دي چې له امله یې په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هند چاپ هندو ورځپاڼې هم دوروستۍ پیښې په هکله وايي لاریون کې ۷۰ کسان ټپیان شوي.

هندو ورځپاڼه لیکي چې تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې سیمه ییزو خلکو آزادي غوښتونکی لاریون وکړ او وروسته له دې چې پولیسو د لاریون د لا لویېدو اجازه ورنکړه، لاریون کوونکو دولتي ودانۍ ته اور واچوه.

ورځپاڼه زیاتوي د پولیسو یوه ویاند ویلي؛ د کشمیر په ځینو نورو برخو کې هم پر هندي ځواکونو د ډبرو د وارولو پېښې وې چې دوی وضعیت کابو کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *