د حوثیانو د توغندیو ځواک او دسعودي عربستان عجز

د سعودي عربستان یوه افشاګرپه دې  وروستیو کې په خپله ټویټر پاڼه کې په یمن کې د حوثیانو د توغندیو د ځواک په هکله اعتراف کړی دی.

د خاور میانه خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د سعودي عربستان افشاګر چې د پردې تر شا پیښې په ډاګه کوي، په  دې هکله لیلکلي: اوس مهال د حوثیانو د توغندیو ځواک په یمن کې د جګړې په هکله لومړۍ خبره کوي. حوثیانو په خپلو توغندیو سره وکولای شول، د یمن له سویله عربستاني چارواکي د سیمې پریښودلو او د پردو تر لاندې اوسیدو ته اړ کړي.

ددې مهم اعتراف په یوه بله برخه کې راغلي، حوثیانو په کراتو ویلي چې د جګړې لورې ته به بدلون ورکړي، خو عربستان ددې خبرې په مفهوم نه پوهیږي. ترهغې چې عربستان د صنعا د نیولو پر ځای اړ شو تر څو د نجران سیمې د له لاسه ورکولو لپاره دفاعيي حالت خپل کړي.

ده د سعودي عربستان د مالي ستونزو ډیرښت ته په کتو سره ویلي، داسې ښکاري کله چې عربستان په «پترواسلام» (د اسلام د نفتو شرکت) په نامه پیژندل کیده، اوس پای ته رسیدلی، هغه وخت چې سعودي  عربستان خپل ډیر عواید د خپلې خوښې کتابونو او فقهې په خپرولو لګول، تر څو په دې سره د خپل نفوذ لمن پراخه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *