په پکتیا ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

افغان ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې چې له تیرې ورځې پیل شوي تر اوسه لږتر لږه ۱۲۰ طالب وسله وال وژل شوي خو د ولسوالۍ مرکز لاهم د طالباtimthumb.phpنو په لاس کې دی.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې په سيمه کې له پرون سهار راهيسې ځمکني او هوايي پوځي عمليات پيل کړي دی.

د پکتیا والي ویاند ویلي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه پرمختګ کوي اوتر اوسه د وسله والومخالفینویوسل شل جنګیالي وژل شوي دي.

ده ویلي، چې په دغوهوايي بريدونو کې د جاني خېلو ولسوالۍ لپاره د طالب وسله والو له خوا نومول شوي، ولسوال مطيع الله او همدارنګه د کاکي، عبدالولي او نسيم جان په نومونو د دې ډلې درې نور سيمه ييز قوماندانان هم وژل شوي دي.

د والي وياند دغه راز وويل، چې د ناټو قاطع ماموريت هوايي ځواکونو یوشمیر هغه دولتي موټرې هم په نښه کړي، چې څلور ورځې مخکې د جاني خېلو ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو ته په لاس ورغلې وې.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، يادې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې طالبانو ماينونه ښخ کړي، چې د ځمکنيو عملياتو په مخ کې يې افغان ځواکونو ته ستونزې جوړې کړې دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې ماينونه خنثی او په سيمه کې د طالبانو پرضد عمليات مخته يوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *