په سوریه کې د داعش ویاند او بهرنیو اړیکو مسول وژل شوی دی

په سوریه کې د داعش ویاند او بهرنیو اړیکو مسول وژل شوی دی

العدناني د داعش د ډلې ویاند و او په بهرنیو هیوادونو کې یې د دې ډلې فعالیتونه تنظیم کول.

 داعش د ډلې یو مشهور قوماندان ابو محمد العدناني په سوریه کې په هوایي برید کې وژل شوی. داسې ښکاري چې دا برید به امریکا کړی وي. عدناني په بهرنیو هیوادونو کې بریدونه تنظیم کول.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د ابو محمد العدناني په موټر برید پرون د سه شنبې د سوریې په شمال کې د ال باب په ښار کې شویدی.

دغو چارواکو ویلي دي چې امریکا د العدناني په موټر برید شوی خو دا یې تائید نکړه چې آیا هغه وژل شوی که نه.

داسې ویل کیږي چې ال عدناني د ابوبکر البغدادي نه وروسته چې داعش یې خپل خلیفه ګڼي، پدې ډلې کې تر ټولولوړ مقام درلود.

عدناني د داعش د ډلې ویاند هم و. او د دې تر څنګ به یې د سوریې او عراق نه بهر په نورو هیوادونو کې د دې ډې حملې تنظیم کولې.

د امریکا د متحده ایالاتو د ترویزم سره د مبارزې یو چارواکی چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې فعالیتونه څاري وایي چې د عدناني وژل کیدل په هغې برخه کې دې ډلې ته غټه ضربه ده چې مونږ یې زیات اندیښمن کړي یو.

پدې تیرو څو میاشتو کې په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په هوایي بمباریو کې د داعش ځیني مهم او سرکرده قوماندانان وژل شوي او په تعرضي عملیاتو کې هغوي زیاتې سیمې هم د لاسه ورکړیدي.

د داعش ډلې د العدناني تر نظارت او رهبرۍ لاندې په فرانسې، بلجیم، ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو کې په عامو خلکو ځیني غټې چاودنې او بریدونه وکړل

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *