د سعودي عربستان په لګښت کیمیايي بمونه د سوریانو کام ته ځي

د یوه امریکايي خبري آژانس له لوري د تر سره شویو څیړنو له مخې.«دجیش الاسلام مقتول قومندان زهران علوش» چې په سوریه کې د بن سلطان د بندر دترهګرو ښی اړخ ګڼل کیده، له هغه وسله والو څخه یو ترهګر شمیرل کیده چې په سوریه کې د رامنځ ته شویو بهیرونو له مخې، ده د سعودي عربستان له چارواکیو پmk82ه ځانګړې توګه ددې هیواد له استخباراتو سره اړیکې درلودې.

د علوش تجربو ته په کتو سره د توغندیو په بریدونو کې یې درلوده، د وسله والو دا غړی په دې بریالی شو ترڅو د ترکیې د استخباراتي غړي چې آیهان نومیده پنځه سوه کلیو سارین او سیانور غاز د ختیځې اروپا له هیواد قفقاز څخه تر لاسه کړيدي او د ترکیې له خاورې په ګټې اخستنې سره یې سوریې ته لیږدولي دي. له هغه ځایه کې چې مخکې له دې سعودي عربستان چارواکیو له علوش سره ژمنه کړې وه چې د سمې غازو د پلور لګښت به ورکوي او دا لګښت د سعودي عربستان له لوري په اروپا کې د سعودي عربستان د سفارت یوه کارونکي له خوا د غازو د پلورونکي شرکت حساب ته ورکړل شوی دی.

خو د سوریې لپاره د ترهګرو له لوري د سمي غازو د پلور پړاو هغه مهال په ډاګه شو کله چې په سوریه کې دوه کلیودا غاز کشفاو تر لاسه شول.

وسله والو له دوه اروپایي هیوادونو څخه د غازو په پیرودلو  او ترکیې ته یې د یوې او لبنان ته یې د بلې برخې په لیږدولوسره په څلورو برخو ویشلي او د پتروشیمي توکیو تر پوښښ لاندې یې دسوریې خاورې ته لیږدولي دي، چې یوه برخه یې د ترکیې او نورې برخې یې د لبنان له لوري د یوه عربستاني سیاسي شخصیت په ملاتړ “القطیفه”  لیږدول شوي دي.

اما ماجرای انتقال گاز‌هاي سمی خريداري شده به داخل خاک سوريه پس از کشف دو کيلو گاز از تروريست‌ها وارد مرحله رسوایی شد.

دتر سره شویو څیړنو له مخې، د جوبر په کلي کې د الاسلام لوا د کیمیاوي توکو کارکونکو له شتون څه موده وروسته دسوریې دولتي ځواکونو په دې سیمه برید وکړ او په دې سیمه کې یې د کیمیاوي توکیو یوه کارنخونه او په دې کارنځونه کې په لسګونه غندي چې پکې د کیمیاوي توکو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شويوو  او ډيری هغه کیمیاوي توکي چې د سعودي عربستان له لوري دې سیمې ته را وړل شوي وو کشف او تر لاسه شول. کله چې د سوریې په خاوره کې د دکیمیاوي وسلو یوه کارنخونه ترلاسه او له منځه یوړل شوه، د استخباراتو ادارې هم د دوه زره دیارلسم کال له لومړیو د عراق او سعودي عربستان له پولو سره نږدې د کیمیاويوسلو یوه کارنخونه جوړه کړه او په دې کارنخونه کې هم دترهګرو له لوري کیمیاوي غاز رامنځ ته کیدل او د کارولو لپاره به چمتو کیدل.

د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، د سعودي عربستان امنیتي مامورینو ددې کارنخونې شاوخوا سیمېتر کلک امنیتي څار لاندې نیولې وې او ددې کارنخونې تولیدات به یې په یوه دوه یا درې کلیویي کځوړه کې تر بیلا بیلو پوښښونو لاندې او په غیر قانوني ډول او داردن دولت له خوښې اوخبراوي پرته دې هیواد ته لیږدول او دارمثا په سیمه کې له دیپو وروسته به یې د درعا سیمې او له دې وروسته د رف دمشق ته لیږدول.

د میداني څيړنو له مخې د “مينت پرس” خبري آژانس د ریپوټ له مخې په سوریه کې چې په سوریه کې شتون لري او امریکایان دي، د سعودي عربستان د اطلاعاتو سازمان چې مشري یې بندر سلطان کوي، ډيری کیمیاوي وسله په سوریه کې ویشلې ده.

ددې څیړنو له مخې د بشار اسد د رژیم مخالفو وسله والو چې د الجبهې وسله وال غړي دي، مخکې له دې ویلي وو چې دا وسلې د عربستان جنګیالیو له میداني قومندانۍ څخه را وارد کړي  او دوی ته یې ویلي چې د سعودي عربستان د اطلاعاتو پخواني ریس بندر سلطان دا وسلې چمتو کړې دي.

په همدي تړاو ډاکټر “حسام شعیب” چې په سیمه کې د اسلامي غورځنګونو کار پوه دی د سوریې له المنار خبري آژانس سره په ټلفوني خبرو کې ویلي  چې له علوش سره یې د جینش اسلام تر نامه له لاندې د پنځوسو په شاو خوا کې مرستې کړي دي.

د سعودي عربستان تګلاره اوس مهال د ترهګرو لپاره د سعودي عربستان له لوري د مرستو تر لاسه کول او له القاعدې څخه دې هیواد لرې کول ده. دا هماغه تګلاره ده چې د کار پوهانو په آند، د جیش الاسلام د رامنځ ته کولو په برخه کې رامنځ ته شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *