امریکا له هند سره پوځي تړون لاسلیک کړی دی

دا تړون په امریکا کې د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی دی

 د دواړو هیوادونو دفاع وزیران دا هم وايي، چې یو لوری د مقابل اړخ په اډو کې پوځیان ځای په ځای کولDSC_2312-U1803688837061mbB--621x414@LiveMintی نه شی. هند او امریکا د یو بل د پوځي تاسیساتو او تجهیزاتو د کارولو اړوند یو مهم تړون لاسلیک کړی دی. ددې تړون له مخې به دواړه هېوادونه وکولی شي یو د بل په اډو کې پوځي تجهیزات ترمیم کړي، اکمالات وکړي او د سون توکي واخلي. دا تړون په واشنګټن کې د هند دفاع وزیر منوهر پارکر او د هغه امریکایي سیال اشټن کارټر ترمنځ تر لیدنې وروسته ددوی په ګډه بیانیه کې اعلان شو.

د دوشنبې په ورځ د دې تړون د اعلانولو پرمهال اشټن کارټر وویل، دا تړون سره د هند او امریکا ترمنځ ګډو پوځي همکاریو کې اسانتیا راولي، خو دا هرڅه به تل د دواړو لورو په خوښه کیږي.

اشټن کارټر او منوپر پارکر په ګډه دا هم وویل، چې د دې تړون کوم لوری د مقابل لوري په اډو کې د سرتېرو ځای پرځای کولو اجازه نه لري. په هند کې دا تړون په سیاسي توګه خورا حساس دی او له نژدې یوې لسیزې راهیسې ددې تړون هڅې روانې وې. په هند کې کیڼ اړخې ګوندونه د دې تړون خلاف دي او د کانګرېس په مشرۍ یو پي اې حکومت هم دې تړون ته دوه زړی دی.

واشنګټن کې ډېر کارپوهان په دې باور هم دي چې د هند او امریکا ترمنځ زیاتېدونکي پوځي اړیکي د چین د زیاتېدونکي نفوذ د کمولو په لاره کې یو مهم پورته کړل شوی ګام دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *