په قرغیزستان کې د چین سفارت کې چاودنه شوې
چاودنه د یوه موټر بم په وسیله رامنځ ته شوې ده
د قرغیزستان له پلازمېنې بیشکک د سې شنبې ورځې په سهار خپرو شویو راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته یو شمېر امبولانسونه هم لیدل شوي چې د پلازمېنې جنوب کې د چین سفارت ودانۍ پر لور روان و.
پولیسو د چاودنې ځای کلابند کړی او په دغه سیمه کې د موټرو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي.
د قرغیزستان یا چین رسمي چارواکو د دې چاودنې او له هغې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس “د قرغزستان د روغتیا وزارت د سرچینو” له قوله ویلي چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه یو کس وژل شوی.
د رپوټ له مخې، په دې چاودنه کې د موټر چلوونکی بریدګر وژل شوی او درې کسان ټپیان شوي دي.
قرغیزستان په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و چې د ۱۹۹۱ کال اګسټ کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه. دا هیواد له ازبکستان، قزاقستان، تاجیکستان او چین سره ګاوندی دی.