په آلمان کې د افغان کډوالو شمیره لوړه شوې

دا په داسې حال کې ده چې ددې هیواد ډيری لارې تړل شوې او ددې هیواد پر حکومت هم نیوکو ته زور ورکړل شوی دی.

د آلمان هیواد چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به دغه هېواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر تر ۳۰۰ زرو تنو هم زیات وي . د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو چارو د فدرالي ادارې مشر فرانک یورګین ویسي دا اټکل په یوه م150913132036_migrants_boat_640x360_apرکه کې چې پرون بیل ایم سونتاګ ورځپاڼې خپره کړې ده، وکړ. ده ویلی چې جرمني تېر کال تر هغه څه چې پخوا فکر کېده لږ کډوال منلي چې زیاتره یې د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي. په مدیترانه کې څلور سوه کډوال وژل شوي دي په مدیترانه کې څلور سوه کډوال وژل شوي دي د جرمني د دغه چارواکي په وینا تېر کال له دې کبله د پناه غوښتونکو شمېر زیات ښودل شوی و، چې ځینې پناه غوښتونکي دوه ځلي ثبت شوي وو او یو شمېر له جرمني څخه نورو خواوو ته لاړل. ویسي وویل: تېر کال تر یو میلیون لږ پناه غوښتونکي جرمني ته ورغلي حال دا چې د هغو شمېر یو میلیون او سل زره تنه اعلان شوی و. ده دا هم وویل چې جرمني ته په ورغلو پناه غوښتونکو کې په سلو کې اویا دغه هېواد ته د رسېدو په وخت د کار په شرایطو برابر وو خو د هغوی زیاتره کسان تر هغو چې کار مومي له دولته مرسته ترلاسه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *