محمد سلمان د همکاریو یوه هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د چین په لور وخوځید

شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز چین ته له سفره مخکې، په یوه خبري ناسته کې وویل، چین ته دا سفرد دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فورص1494033_305ت دی. ده هیله مندي څرګنده کړه چې دا سفر په ټولو برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي ده ویلي په دواړو هیوادونو یو شانته حالات حاکم دي او د دواړوهیوادونو مشران په ډيریو برخو کې یوشاتنه تګلاره لري. ده ویلي چین له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ډيری صادرونکي توکي لري او سعوودي عربستان ددې توکیو واردولو ته ډيره اړتیا لري او عربستان ډيری مهال د چین د تیلو ستونزه هواره کړې ده. ددې ښو اړیکو په رڼا کې، مونږ له چین څخه غواړو چې د مسلمانانو حقونو ته درنښت ولري او دتبتیانو ګټې په پام کې ونیسي او دې ته اجازه ورکړي ترڅو ایغوریان خپل دیني شعارونه پلې کړي، ځکه دا موضوعات دنړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو لپاره مهم دي. ده ټینګار کړی چې سعودي عربستان په چین، مالیزیا هند او یو شمیرنورو هیوادونو کې د جوماتونو او دیني مرکزونو د رامنځ ته کولو پلان لري او مونږ به په دې هکله له خپلو چینایي ملګرو سره خبرې وکړو.

شهزاده محمد بن سلمان زیاته کړې: ددې سفر په لړ کې به له چین څخه وغوښتل شي ترڅو د سوریې او یمن په هکله خپل روښانه دریځ روښانه کړي. له دې سره ده ویلي: دوی له حوثیانو او د یمن لري کړل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح سره داړیکو په هکله خبر نلري او دې ته په کتو سره چې چین خپله ډيره پاملرنه اقتصادي برخې ته اړولې او ددې هیواد ډيری توکي له باب المدینه، سره سمندر او د عربستان له پولو تیریږي او دا چې چین د سعودي عربستان د تیلو دوهم پیرودونکی هیواد ګڼل کیږي، نو داسې نه ښکاري چې چین د داسې کړنې تر سره کړي چې د دواړو هیوادونو ګټو ته زیان ورسوي. ده  په ځانګړې توګه دامریکا او اروپا له لوري پر سعودي عربستان د وسلو په بندیز لګولو په هکله محمد بن سلمان ویلي: مونږ په دې برخو کې په آسیا کې ځای ناستې لرو له دې سره ده د چین په سمندر کې د امریکاله لوري رامنځ ته شوې ستونزې غندلې دي. ده ویلي: دا کړنې د چین او عربستان د امنیت د ګټو لپاره د پآم وړ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *