ناجیریا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر په لړ کې، دناجیریا د بوکوحرام ډلې د مشر د ژور ټپي کیدو اویا هم د وژل کیدو خبرونه خپاره شول.

د ناجیریا پوځ د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ، ددې هیواد په شمال ختیځ ځنګل5bac29c27f9271b699eff539913f6187_XLونو کې د بوکوحرام اسلام پاله پر مرکزونو د بریدونو پر مهال، ددې ډلې درې سوه وسله وال وژل شوي او ددې ډلې مشر ابوبکر شیکاو، وژل شوی او یا هم سخت ټپي شوی دی.

مخکې له دې هم د ناجیریا چارواکیو درې څلور ځله د بوکوحرام ډلې د مشر له وژل کیدو خبر ورکړی ؤ.

د ناجیریا د پوځ له لوري دا وینان پآنه په داسې حال کې خپره شوه، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د خبرو لپاره دې هیواد ته سفر کړی دی.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سه شنبه په ورځ د بوکوحرام مشر وژل کیدو ته کومه نغوته نده کړې.

په ناجریا کې د بوکوحرام ترهګریزو بریدونو ډيرښت سره، له دې سره چې دې هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له لویدیځ او امریکا څخه د مرستې غوښتنه کړې او اوس هم په دې هیواد کې د بوکوحرام له لوري شخړې او نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناجریا دولت د سعودي عربستان په هڅونې سره چې مخامختوب څخه شاتګ ګنل کیږي ددې هیواد د شیعیانو په ځورولو یې لاس پورې کړی او د ناجیریا د شیعیانو مشر زاکزاکي یې نیولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *