په لند کې د یمن له خلکو سره د مرستو په موخه د کنفرانس دوهمه ورځ/ په جنایت کې امریکا او اګلیستان د عربستان د جنایت ملاتړ

په لند کې د یمن له خلکو سره د مرستو په موخه د کنفرانس دوهمه ورځ/ په جنایت کې امریکا او اګلیستان د عربستان د جنایت ملاتړ

دیمن د اوسیدونکولپاره د مرستې نړیواله ورځ چې د پل من په هوټل کې په لاره اچول شوې وه، د بشر حقونو له کلک غبرګون سره مخ شوه او په دې ناسته کې پر امریکا او انګلستان تورونه پورې شوي دي.

ددې کنفرانس په لومړۍ ورځ د تیر پّ څير ګډونوالو په هره برخه خبرې وکړې او ددوی له خبرو داسې ښکاریده چې ګډونوالو په یمن کې د سعودي عربستان له لوري د بشر له حقونو او نړیوالو قوانینو پر سرغړونې نیوکه کوله له دې سره دوی له عربستان څخه د انګلستان او امریکا پر ملاتړ هم نیوکه درلوده.

ددې کنفرانس په لوړی ناسته :ې د اګلستان پخواني غړي جورج ګالوی، چې د فلسطینیانو ملاتړی وو، خپلې خبرې یې د عربستان له لوري د ترهګۍ د خورو په هکله خپلې خبرې پیل کړې.

دې د انګلستان پآرلمان پخواني غړي ځینې مستندونه او دلایل غونډې ته وړاندې کړل چې له مخې یې په منځني ختیخ او د نړۍ په نورو برخو کې د عربستان د بسټپالۍ زیږنده دي. ده ویلي د عربستان په ملاتړ سره پ سیمه کې د ترهګرو لمن پراخه شوې چې له مخې یې په یمن کې هم جګړه رامنځ ته شوې ده او دا ښکارنده یې په منځني ختیځ او نړۍ ټپلې ده.

ګالوويویلي، اوس ټول په دې پوهیږي چې عربستان د انګلستان او امریکا په ملاتړ پر یمن برید کړی دی. ده ویلي هغه ټولې الوتکې او بمونه چې په یمن کې د عربستان له لوري کارول کیږي او بیګناه یمنیان وژل کیږي ددې هیوادونو له لوري ورکول کیږي.ده ویلي یمنیان په بریتانوي بمونو مړه کیږي او دا زمونږ د بریتانیا د مالیاتو پیسې دي چې پر یمن د عربستان په تیري لګول کیږي.

د بریتانیا پر سیاست دې نیوکه کونکي د بښنې نړیوال سازمان هم په دوه ګوني چلند تورن کړی دی. ده ویلي د بښنې نړیوال سازمان په سیمه او منځني ختیخ کې د موکراسۍ پر وړاندې له دوه ګونې چلنده کار اخلي، چې ښکاره نښه یې د عربستان د تړلي، بنسټپاله او غیر دموکراتیک هیواد څخه ملاتړ ده.خو په مقابل کې یې سوریه تر فشار لاندې راوستلې او پر وړاندې یې د نړیوالو افکار را پاروي او همداسیاست یې په بحرین کې هم پلی کړی دی او ددې هیواد د مستبدو حاکمانو پر وړاندې پټه خوله غوره کړې ده.

ده ویلي دا موضوع د سعودي عربستان په مالي او اقتصادي شرایتو تړلې چې نړیوال او نړیوال بنسټونه یې تر اغیزه لاندې راوستلي دي.

د بشر حقونو فعالې او د یمن حقوق پوهې میرمن کیم شریف چې ددې سازمان په لاره اچونکې هم شمیرل کیږي، ددې ناستې له وینا والو څخه شمیرل کیده چې په اسلامي نړۍ کې یې د بسنټپالۍ د تاریخچې او رامنځ ته کیدو په هکله خبرې کړي دي. دې ویلي ترهګرۍ په نیغه توګه له وهابیت سره اړیکې لري چې د سعودي عربستان اصلي غوښتنهده.

دې ویلي: زما په آند وهابیت له اسلام سره هیڅ ډول اړیکه نلري بلکې د سیاسي موخو او اهدافو له مخې رامنخ ته شوې.

د یمن دې حقوق پوهې د څو مثالونو په ورکولو سره په یمن کې د ترهګرۍ پّ هکله له چلنده یادونه کړې چې له دې او ددې له کورنۍ سره شوې یادونه وکړه او پّ یمن کې د د اصلاح ګوند په نامه یوه ډله ترهګرۍ فعالیت کوي. دې ویلي دا ډله ده چې پّ یمن کې د اخوان المسلیمین په نامه فعالیت کوي او د عربستان له نیغ ملاتړ څخه برخمنه ده.

دا د ترهګرۍ د رامنځ ته کولو یوه برخه ده چې د عربستان له لوريیې ملاتړ کوي او بنسټپالۍ ته لمنه وهي. دې ویلي له کله چې په ایران کې اسلامي جمهوریت رامنځ ته شو سعودي عربستان په سیمه او نړۍ کې د تشیع د مخنیوي لپآره لاس ددې ډول ډلو په رامنځ ته کولو پورې کړ.

ددې ناتې په لړ کې د بشر حقونو یوه بل فعال عبدالسلام الذهبي په یمن کې د تاریخي، کلتوري او مذهبي ویجاړیو بشپړ ریپوټ وړاندې کړ.

ده چې خپلې خبرې، په یمن کې دسعودي عربستان له لوري د نړیوالو میراثونودویجاړۍ په نامه پیل کړې، له بیلا بیلو سیمو او حالاتو څخه یې د انځورونو په وړاندې کولو سره، چې په تیرو اتلسو میاشتو کې د سعودي عربستان له لوري په تاریخي او مذهبي اماکنو تر سره شوې، ویلي: پر دې تاریخي آثارو او ارزښتناکه مسایلو باندی د سعودي عربستان بریدونه، ددې ښکارندوي کوي چې دا اعمال له هغ کړنو سره یوشانته دي او له یوې سرچینې پیل شوي کوم چې داعش په عراق، سوریه افغانستان کې تر سره کړي دي او دا د وهابیت لاره ده چې دوی یې په دین کې بدعیت بولي او د مسلمانانو ترمنځ بنسټپالۍ ته لمن وهي او ملاتړ ترې کوي.

له دې سره پروفیسور “سند مارک” چې له سویده دی او د اقتصاد استاددی خپلې خبرې په یمن کې د سیاسي جغرافیې څخه پیل کړې او د خپلو خبرو په لومړیو کې یې، د سعودي عربستان له لوري په یمن کې پر میلیوني لاریون کونکو ژوره خواشیني وښوده او دیمن په بیلا بیلو سیمو په ځانګړې توګه پر صنعا یې بریدونه غندلي دي.

دمحمد علي په نامه یوه ځوان انګلیسي مسلمان د رسنیو یوه فعال پّ توګه چې له اسلامي رسنیو سره همکاري لري د یوه مستند فلم په وړاندې کولو سره یې په یمن کې د سعودي عربستان په جنایاتو نیوکه وکړه او په دې هکله یې مالومات ورکړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *