سعودي شهزاده ډونالډ ترامپ دوه ځلې له مالي ماتې ژغورلی دی
سعودي شهزاده ډونالډ ترامپ دوه ځلې له مالي ماتې ژغورلی دی
د عربستان پیژندل شوي سوداګراو میلیاردر ولید بن طلال ویلي، تراوسه یې د امریکا ولسمشریو ته نوماند ډونالډ ټرامپ دوه ځلې له مالي ماتې ژغورلی دی.
بن طلال له حریت ورځپاڼې سره په مرکه کې، ټرامپ بد کس ښودلی ویلي يې دي: دی یوځل د هوټلونودپیر پر مهال له مالي ماتې سره مخ شوی ؤ، دا هغه هوټلونه وو چې بانوکونونو د خپل پور ته دتر لاسه کولو په موخه له ټرامپ څخه ګرو کړي ؤ.
دې عربستاني میلیادر چې ترکیې ته د سیلانۍ لپاره تللی، د خپلوخبرو په لړ کې ویلي: دا تفریحي بیړۍ چې زه اوس ترې کار اخلم هغه مهال مې له ټرامپ څخه پیرلې کله چې له مالي ماتې سره مخ ؤ.