تركيه كې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په تركيه كې نن د پوليسو د يو مرکز مخې ته درنې چاودنې لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او ۶۴ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
ترکي چارواکو ويلي، دا يو موټر بم بريدو و، چې د ابن عمر سيمه کې ترسره شوى دى. د ابن عمر سيمه د ترکيې په جنوبي برخه کې سوريې سره پر ګډه پوله موقعيت لري.
د بريد پړه تراوسه چا نه ده منلې، خو تر دې وړاندې ياده سيمه کې داعش وسله والو مرګوني بريدونه ترسره كړي دي.