د يمن تښتيدلي ولسمشر له مرکزي بانک سره ددې بانک د څانگو د اړيکو بندولو غوښتنه کړې ده

خو د مرکزي بانک له لوري دده دا وړانديز له نيوکې سره مخ شوی دی

د یمن تبعیدي حکومت چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمن دی غواړي په دې کار سره د حوثیانو د پرمختګ مخنوی وکړي، د هغه ډلې چې له دوه کلونو راهیسې د یمن پلازمینه او ډيری نورې سیمې په واک کې لري. حوثیانو او د یمن ملي کنګرې یوه سیاسي عالي شورا رامنځ ته کړې ده چې ویل کیږي د یو شمیر خلکوله ملاتړ څخه هم برخمنه ده.

د یمن تبعیدي حکومت په دې آند دی چې حوثیانو82195011-70949934 د بانکونو له لوري پیسې تر لاسه کوي. خو د یمن اقتصادي کار پوهان وایي: له مرکزي بانک سره د اړیکو پریکوڼ به نه یواځې چې په دې هیواد کې د واټن د رامنځ ته کیدو لامل شي بلکې ددې هیواد پر بیوځله خلکو به تر ډيره بده اغیزه وکړي.

محمد بن هومن – د بانک چارواکی: ” هر ډول خوځښت چې د یمن مرکزي بانک په نښه کړي په حقیقت کې به هیواد د بیلتون او ناخوالو په لور بوځي. ځکه چې ددې بانک مرکزي ځانګه او دفتر په صنعا کې دی دا په دې مانا ده چې ددې بانک ټولې چارې په مرکز کې تر سره کیږي او ټولې بانکي چارې هم له همدي ځایه تر سره کیږي. نو له دې مخې په دې هکله هر ډول پریکړه به په هیواد کې د بیلتون او واټن د رامنځ ته کیدو لامل وګرځي.”

د یمن مرکزي بانک یواځینۍ بنسټ دی چې تر اوسه یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یوالی ساتلی دی او په ټول یمن کې یې په خپل فعالیت سره یوالی رامنځ ته کړی دی.

له کله چې د یمن د پخلاینې په تړاو د کویټ ناسته له ماتې سره مخ شوه په دې هیواد کې د جګړې او نورو ناخوالو لمن پراخه شوه. د یمن جګړې ډيری کسانو ته زیان رسولی او ډيری قربانیان یې ملکي کسان دي. د یمن په شپاړس میاشتینې جګړه کې تر اوسه له شپږو زرو ډير کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *