دې ناروغ دغه چړې په تېرو درو میاشتو کې خوړلې دي.

ناروغ له دې کبله روغتون ته د درملنې لپاره تللی و، چې ګني د ګېډې شدید درد لري.

ډاکټرانو ویلي، ناروغ ډاکټرانو ته دا نه وو ویلي چې ګني چړې ی160824033739_india_doctors_remove_knives_624x351_corporatehospitalې خوړلې، خو “ازموینو وښوده چې دغه سړي پخپله خوښه دغه چړې خپلې خېټې ته رسولې دي”.

عملیات د پنځو ډاکټرانو له خوا ترسره شول، خو ناروغ لا تر اوسه سم نه دی رغېدلی.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه سړي ولې دغه چړې خوړلې او کورنۍ یې هم په دې کار نه وه خبره کړې.

د یاد ناروغ معالج ډاکټر ویلي “باوري یو چې سړي ته ذهني ناروغي پیدا شوې وه، خو اوس یې ژمنه وکړه چې هېڅ چړې ته به لاس هم نه وروړي”.

ډاکټرانو ویلي، تر هغو ناروغ ته له روغتون نه د وتلو اجازه نه ورکوي، چې پوره ښه شوی نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *