د ژورناليستانو د امنيت او خونديتوب د ټينګښت طرزالعمل تصويب شو د ملي امنيت شورا د رسنيو د ژورناليستانو د امنيت او خونديتوب د ټينګښت طرزالعمل تصويب كړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه.

د سرچينې په وينا، د ملي امنيت شورا په هېواد کې د يوې اغېزناکې رسنيزې ټولنې د پراختيا په برخه کې پر مدني ارزښتونو،afghan-media-reporters-journalists د بيان پر ازادۍ او بشري حقونو د حکومت پر بشپړې باورمندۍ د ټينګار ترڅنګ د رسنيو د ژورناليستانو د امنيت او خونديتوب د ټينګښت پر طرزالعمل بحث وکړ او هغه يې په پرنسيپ کې تاييد کړ.

سرچينه همدارنګه وايي، چې د ملي امنيت شورا غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد د امنيت عمومي وضعيت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

سرچينه زياتوي، غونډې امنيتي تهديدونه وارزول او په هلمند، کندوز، فارياب، سرپل، بغلان او يو شمېرو نورو ولايتونو کې يې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو هڅې، سرښندنې او مبارزې وستايلې او همدارنګه يې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د امنيتي تهديدونو د دفع کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *