کله چې د جون په میاشت کې عراقي سرتیرو فلوجه ونیولو د یوې ډلې وسله والو ډیری کسان بندیان کړي وو

یوه راپور کې ویل شوي کله چې د جون په میاشت کې عراقي عسکرود امریکایي ځواکونو په مرستې 0,,18771477_303,00د فلوجې ښار ونیوه، ملیشو تر هغې ډیر شمیر کسان بندیان کړي، ځورولي او ځپلي ول چې څومره یې امریکایي چارواکي مني.

پدې ځانګړې راپور کې ویل شوي چې، لږ تر لږه ٧٠٠ تنه کسان سړي او هلکان تر اوسه لادرکه دي.

امریکايي او عراقي چارواکي وایي د دې باوجود چې امریکایي ځواکونو کوښښ کاوه چې د عراقي ملیشو رول محدود کړي خو بیا هم د سنیانو په خلاف تشدد شویدی.

امریکایي ځواکونو ملیشو ته خبرداری ورکړی و چې که د “ځورولو نه یې لاس وا نخیست” هوایي کومک به ورسره ونکړي.

د فلوجې د سیمې نه د ژوندي وتل شویو شلو کسانو،قومي مشرانو، سیاستمدرانو او د غربي هیوادنو دیپلوماتانو سره مرکې کړیدي. هغوي وایي چې شیعه ملیشو د فلوجې نه د وتلو په وختلږ تر لږه ٦٦ سنیان ووژل او ١٥٠٠ یې ځورولي دي.

په عراق کې د فرقوي شخړو په ودرولو کې د واشنگټن ناکامي اوس د اوباما د حکومت لپاره یوه نوې ننګونه ده. امریکا کوښښ کوي چې د عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د موصل ښار د اسلامي دولت د ډلې نه بیرته نیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *