هلمند ته ۱۰۰ امریکايي سرتیري رسیدلي
له دې سره د جګړې له امله په لسګونه کورنۍ بیځایه شوي دي
افغانستان کې دېره امریکايي پوځ وايي دغه هېواد کې یې د ناټو ماموریت ملاتړ لپاره د هلمند مرکز لشکرګاه ته ۱۰۰ کسه امریکايي پوځیان لیږلي دي. دغه ولایت کې له تېرې څه مودې راهیسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختو نښتو د ډېرو اندېښنې راپورته کړې دي.
د هلمند والي حیات الله حیات په خبره د نا امنیو له کبله تېرو اونیو کې زرګونه ځايي اوسېدونکي د کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي. نوموړی وايي د جګړې له سیمو سلګونه ټپیان د دغه ولایت روغتونونو ته وروړل شوي دي.
بل لور ته د دغه ولایت د کډوالو چارو چارسمبالي مشر نقیب الله د اګست نیمايي کې ويلي و، د هلمند له بېلابېلو سیمو شاوخوا درې زره کورنۍ د جګړو له کبله خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
دا وروستیو کې امریکايي جنګي الوتکو په هلمند کې پر حکومت مخالفو وسله والو بمبارۍ هم کړې دي. د تېرې اونۍ لومړیو کې د هلمند ځايي چارواکو وویل، د ګرمسير ولسوالۍ يې له طالبانو بېرته نېولې او په دغه عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درنه “مرګژوبله” اوښتی ده.
د هلمند والي حيات الله حيات بي بي سي ته ويلي و، د ګرمسير ولسوالۍ ودانۍ او بازار بېرته د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلی او د هلمند- کندهار لويه لار چې له تېرو څو ورځو د ترافيکو پر مخ تړلې وه بېرته پرانيستل شوه.
د اګست پر ۱۲ مه يوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ويلي وو، چې حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ څخه په شا شوي دي.
د يو شمېر راپورونو له مخې طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند ولايت په ناوې، خانشين، نادعلي او ګرمسير ولسواليو کې بريدونه پيل کړي دي.\