په عربي هیوادونو کې د سعودي عربستان له لوري د ګډ وډیو رامنځ ته کولو ګټه د اسلام دښمنانو ته رسیدلې، دې هیواد په هره برخه کې مداخله کړې او بیا یې ماته خوړلې او لامل یې دادی چې دا هیواد د ملت په نامه څه په رسمیت نه پیژني.

په یم416859032ن کې سعودي عربستان د پریکړنده طوفان په نامه د عملیاتو په پیلولو سره خپل دریځ روښانه کړی، خو بیا هم تش لاس راوګرځید، ځکه هغه لوی پلانونه یې چې د ځان لپاره نیولي وو، پلې نشول او د یمنیانو دریڅ ددوی پلان له ماتې سره مخ کړ.

په دې هکله د  امریکا واشنګټن پوست لیکلي: د یمن پر ضد جګړه او تر ټولو یې مهم د انصارالله ډلې کمزوري کول، هغه هم د یمن  پلازمینې صنعا په ګډون له هغه سیمو چې دوی نیولې دي، له دې سره هغه لوی پلانونه چې دوی درلودل، پلي نشول. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د عبدروبه  منصور هادي بیرته راګرځولو ځرنګوالی هم روښانه ندی او اوس هم حوثیان ددې هیواد ډيری سیمې په واک کې لري.

 سعودي عربستان نه یواځې د عربانو، سیمې هیوادونو او مسلمانانو غوښتنې ندي پلې کړې بلکې ددې هیواد سیاست تل د مداخلو او ګټې تر لاسه کولو په ستنو ولاړ وي، چې یواځې په هیوادونو کې یې ګډ وډي  او واټنونه رامنځ ته کړي دي.

ریاض نه یواځې چې د فلسطین ستونزه یې هیره کړې بلکې بلکې له خپلو وسایلو د  عربي هیوادونو پر ضد کار اخستی دی. دې هیواد په فلسطین کې د مقاومتي ډلو د بدلون لپاره ډيرې  هڅې وکړې  خو په دې برخه کې یې هم بریا نده تر لاسه کړې.

په دې کې شک نشته چې په سیمه کې د عربستان ماته د امریکا ماته شمیرل کیږي، ځکه چې د دواړو هیوادونو سیمه ایز سیاستونه تر ډيره یوه بل ته نږدې دي او په ډيریو سیمه ایزو مسایلو کې اختلافات نلري. البته پر یمن د برید ګټې د امریکا په پرتله د عربستان ګټې لویې دي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې هکله لیکلي: پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ برید  دا وښوده چې ریاض د واشنګټن له سوریې د وتلو هڅه کوي، دا پیښه هغه مهال رامنځ ته کیږي چې تیر کال سعودي عربستان په سوریه او عراق کې د امریکا سیاست د ماتې ننداره کوله.

د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله د مارچ په میاشت کې د خپلو خبرو په لړ کې د سعودي عربستان د سیاست په هکله وویل: «دوی د تونس پر وړاندې هم همدا ډول چلند وکړ، د مصر پر وړاندې ورته ګام پورته کړ، په یمن، لیبیا، عراق، سوریه او نورو سیمو کې یې په ورته کړنو لاس پورې کړ، دا تګلاره به چیرته ورسیږي، ناسمه تګلاره، د  تیروتنې سیاستونو نتیجه به ماته او شنل کیدل وي».

د پاګونې، پر وسلو سنبالښت  او د سعودي عربستان له لوري د جګړو رامنځ ته کولو په یو شمیر عربي هیوادونو کې پوځ شنلی او د اسلامي امت په زیان یې پایلې درلودلې دي. خو دې خوڅښتونو یوځل بیا ددې ښکارندویي کوي چې د سعودي عربستان دا سیاستونه به په هر هیواد کې له ماتې سره مخ شي او په هر هیواد کې عربستان مداخله کړې ده. ددې علت هم د سید حسن نصرالله وینا ښودل شوې ده، دوی د ملتونو په نامه کوم څه په رسمیت نه پیژني. د سعودي عربستان مشرانو په دې آند دي، چې په اصولي ډول هر څه پیسې دي خو ایا په پیسو ملتونه پیرودلی شو؟  کله چې د ملتونو غوښتنه خپلواکي وي او ملي پاله، د آزادی غوښتونکي او ریښتینې  ګوندونه ملتونو تر شا ولاړ وي، د هرې  مداخلې پایله  ماته ده. خو باید دا ولیدل شې چې دا پاتې راتلل او ماتې به د سعودي عربستان د دریځ او ناسمه سیاست  پر بدلون کومه اغیزه وکړي، ځکه چې دا سیاستونه  به له پښیمانۍ پرته بله ګټه ونلري او کیدای شې د ویجاړیو پایلې یې په خپله سعودي عربستان ته ور وګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *