په پاکستان کې د پاک ـ ترک ښونځیو تړولو په اړه اندیښنې

د ترکیې حکومت د پاکستان څخه غوښتي چې د ښوونې هغه ادارې دې وتړي چې د فتح الله ګولن سره اړیکي لري.

4

د ترکیې حکومت په فتح الله ګولن باندې چې په امریکا کې ژوند کوي تور لګولی دی چې د جولاي د ۱۵ نیټې په ناکامه کودتاه کې یې لاس درلود.

د نږدې ۲۵ ښوونځیو زده کوونکي او د دغو زده کوونکو کورنۍ اندیښنه لري چې که چیري ښوونځي یې بند شي نو دوی به څه کوي.

په دغو ښوونځیو کې چې د پاک – ترک په نامه غیردولتي مؤسسه یې چلوي په زرګونو کسان زده کړې کوي

دغه غیردولتي اداره یا این جي او ادعا کوي چې خیریه او غیرسیاسي مؤسسه ده او د فتح الله ګولن سره هیڅ اړیکه نه لري.

په پاکستاني ښوونځیو کې سهولتونه د پاک ترک د ښوونځیو د سهولتونو سره د مقایسې وړ نه دي.

په پاکستان کې خو د هغو ماشومانو شمیر ۲۵ میلیون ته رسیږي چې ښوونځیو ته د تګ زمینه ورته مساعده نه ده.

د ترکیې حکومت ویلي دي چې دغه ښوونځي د ګولن په شبکې پورې تړلې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې «دغه ظالم تروریستي سازمان د ښوونځیو نړیواله شبکه لري، د سوداګرۍ اتحادیې لري او کلتوري بنسټونه لري.»

د پاک ترک د ښوونځیو د بورډ یوه غړي ویلي دي چې ده د ګولن نه الهام اخیستی دی خو د هغه ښووني د ښوونځیو د نصاب برخه نه دي.

د پاک ترک د ښوونځي یوه زده کوونکي ویلي دي چې تر دې وروستیو وختونو پورې یې د ګولن نوم هم نه و اوریدلی.

د زده کوونکو یو شمیر کورنۍ په دې په تشویش کې دي چې داسې نه شي چې دغه ښوونځي وتړل شي او یا یې هم په ادارې کې تغیر راشي.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې د زده کوونکو ګټې به خوندي وساتي او یو داسې متبادله لاره به پیدا کړي چې دغه مکتبونه بند پاته نه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *