د چین د هیواد چارواکي وایی له افغانستان سره به ۱۵ میلیونه ینه مرسته وکړې

چین له افغانستان سره د مرستو په لړ کې د دې هېواد له مختلفو ادارو سره د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره پنځلس میلیونه ینه مرسته کوي.

۳

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرستو دغه ژمنه په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له مالې او اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه سره د کتنې په مهال وکړه.

د خبرپاڼې له مخې د چین سفیر یاوجینګ دغه راز له ښاغلي اندیشه سره په کتنه کې د افغانستان د ځوانو ډیپلوماټانو د روزنې په هغه درې اړخېز پروګرام خبرې کړي چې ټاکل شوې افغانستان، چین او امریکا یې په ګډه پر مخ یوسي.

په ورته حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري  وویل چې له افغانستان سره په پوځي برخه کې د چین د نورو مرستو د جلبولو لپاره د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم له چینايي چارواکو سره خبرې اترې مخ ته وړي.

ښاغلي وزیري وویل، چین د افغانستان د دفاع وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

“لکه د ښوونې او روزنې په برخه کې زموږ محصلان دا مهال په چین کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي. همدارنګه دا هېواد موږ سره د پوځي وسایطو په برخه کې هم مرستې کوي.”

چین د سولې د هغې څلور اړخېزې کمېټې یوغړی هم دی چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمختګ په هدف جوړه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *