قرضاوي: د امارات او داعش فرمان ورکونکي د یوې سکې دوه مخ دي

قرضاوي په خپل رسمې سایټ کې اعلان وکړ چې د امارات او داعش فرمان ورکونکي یو دي او په حقیقت کې هغوي د یوې سکې دوه مخه دي.

۶

قرضاوي د ترکیې کودتا ته په اشارې سره وویل همدا اوس مهال لمر د وریځو له شاه څخه وتلی دی او څرګنده شوې ده چې د ترکیې په کودتا کې اماراتو لاس درلود.

د دې کودتا په ترڅ کې زیات شمیر کسان ووژل شول اوس کولی شو نتیجه واخلو چې د امارات او داعش فرمان ورکونکو ترمنځ هیڅ توپیر نشته نوموړ په دوام کې په فلسطین کې عملیاتو او د دې کړونو توپیر  د داعش جنایتونو ته اشاره وکړه.

۶.۱

نوموړي وویل د الازهر عالمانو فتوهاتو پر بنسټ په فلسطین کې عملیات ترسره شوي دي خو د داعش عملیات هیڅ راز دینې مجوز نلري.

د ده په وینا د داعش عقیده او د اسلام د خلافت ادعاوي له اسلام څخه بهر دي او اسلامې اصلا نده.هغه د امارات له مسولانو څخه د اسراییل څخه د ملاتړ په برخه کې وپوښتل او له جهادې ډلو څخه د عربستان له مالې ملاتړ څخه نیوکې وکړي.

۶.۲

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *