د سعد حریري او اشرف ریفي ترمنځ ستونځې ډیرې شوي دي

په دې ورستیو کې د سعد حریري او اشرف ریفي ترمنځ د لبنان اهل سنت مشرې پر سر لانجې او اختلافونو زور اخیستی او په لبنان کې د یو بل د تخلفونو او فسادنو د افشا کولو په هڅه کې دي.

۷

همداشان حریري د خلیج فارس هیوادونو له شیخانو سره د اشرف ریفي د اړیکو د افشا کولو هڅو ترڅنګ،په مستقبل کې خپلو رسنيزو مسولانو ته یی امر کړی ترڅو د عربو لخوا اشرف ریفي ته د ورکړل شویو میلیونو پیسو او همداشان په دې ورستیو کې قطر ته سفر کولو په مهال د اسراییل د اطلاعاتو افسرانو سره د نوموړې کتنې افشا کړي.

ویل کیږي چې اشرف ریفي په یو شمیر هیوادونو لکه یونان او قطر کې د اسراییل له افسرانو سره اړیکه ټینګه کړې ده او لبنان ته د نقشې د رامنځ ته کولو هڅه یی کړې ده.

له بلې خوا اشرف ریفي هم غواړې ترڅو د سعد حریري مالي او سیاسې فسادونه او د عربستان لخوا بی حده ورکړل شویو پیسو څخه د رسنیو په وړاندې د ده رازونه افشا کړې.

او دا په داسې حال کې ده چې د نوموړی ګوند او په تیره بیا هغه کسانو چې په المستقبل کې کار کوې له څو میاشتو راهیسې د خپل حقونو تر لاسه کولو کې له ستونځو سره مخ دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *