په هرات ولایت کې د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي
د هرات ولایت په لسمه ناحیه کې د یوې چاودنې له کبله چې د میوې په یوه کراچې کې ځای پر ځای شوی وو یو ملکې کس وژل شوی دوه ماشومان او د پولیسو یو افسر ټپي شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلانې فرهاد خاورمیانه ته وویل چې دا چاودنه نن سهار ۱۰ بجو او ۳۰ دقیقو د هرات په منارو سړک کې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وینا دا چاودنه د میوې او ترکارې په یوه کراچې کې د چاودیدونکو توکو د ځای پر ځایه کیدو له کبله مخکې له دې چې خنثی شي چاودنه وکړه.
د فرهاد په وینا په دې چاودنه کې یو ملکې کس وژل شوی او د دوه ماشومانو او د پولیسو یو افسر په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والې ویاند زیاته کړه چې د دوه هغه ټپيانو حالت د اندیښنې وړ دی چې د یاد ولایت حوزوي روغتون ته لیګدول شوي دي.
تر دې مهاله چا او نه هم کومې ډلې د دې چاودنې پړه په غاړه نده اخیستې.