د هلمند د خانشین ولسوالۍ د سقوط اصلې لامل د محلې چارواکو ناغیړی دی

د هلمند ولایتې شورا وایی سره له دې چې خانشین ولسوالۍ د سقوط خطر ۳ ورځې وړاندې شتون درلود خو د یادې ولسوالۍ محلې چارواکو په دې اړه له غفلت څخه کار اخیستې.

۹

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ د خانشین ولسوالۍ تیره شپه د طالبانو لخوا ونیول شوه او د یادې ولسوالې مهمې سیمې د دولت له کنټرول څخه بهر شوي دي.د هلمند ولایت د شورا د کمیسیون دفاعي مشر بشیر شاکر له خاورمیانه سره په خبرو کې وویل:د خاشین ولسوالۍ د سقوط خطر له ۳ ورځې وړاندې څخه شتون درلود.د نوموړي په وینا د دې تهدیدونه په اړه د هلمند ولایت سیمیزو چارواکو ته خبر ورکړل شوی وو.خو دوي هیڅ ډول پاملرنه ونکړه او تیره شپه یاده ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لخوا ونیول شوه.شاکر څرګنده کړه چې د خانشین ولسوالۍ له سقوط مخکې وسلوالو طالبانو په ډلیز توګه او له څو خواوو څخه برید وکړ او د دې ولسوالۍ ټولې دولتې ادارې یی په خپل واک کې ونیولې.د نوموړي په وینا د خانشین ولسوالۍ د سقوط په جریان کې د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر او د امنیت مدیر ټپي شوی دی.

د منبع معلوماتو په بنسټ،اوس مهال امنیتي چارواکې له لشکرګاه څخه د خاشین ولسالۍ په لور روان دي ترڅو یاده ولسوالۍ یو ځل بیا تر خپل کنټرول لاندې ونیسي. په داسې حال کې چې د هلمند د ولایتي شورا غړې د دې ولسوالۍ محلې چارواکي په ناغیړې تورنوي؛خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دې اړه خپل نظر څرګند نکړ. نوموړي په داسې حال کې چې د یادې ولسوالۍ د بیا ځل نیولو په اړه یی خبري کولې؛خو کله چې له ده څخه د ولایتې شورا او د محلې چارواکو د خانشین ولسوالۍ له تهدیداتو او سقوط په اړه له خبر داری څخه پوښتنه وشوه له خبرو پرته یی ټیلفون بند کړ.په ورته حال کې ،د هلمند د والۍ ویاند څرګنده کړه چې همدا اوس د خانشین ولسوالۍ په شاوخوا کې نښتي دوام لري او امنیتي سرتیرو د هوایی بریدونو له کبله ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځواک زیات کړه چې هوایی امنیتي سرتیرو د مخالفانو یو اکمالاتي موټر په نښه کړی چې دا موټر په بشپړه توګه لمنځه تللی او په هغه کې ناست کسان هم وژل شوي دي.د نوموړي په وینا د خانشین ولسوالۍ د بیا ځل نیولو په عملیاتو کې د پولیس ۵ سرتیري ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ یو شمیر سیمې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.د یادونې وړ ده چې د خانشین ولسوالۍ تر دې مهاله دری ځلې د طالبانو په لاس سقوط شوې ده چې د ۲۰۱۶ مارچ مایشتې په ۱۵ دا ولسوالۍ د دوهم ځل لپاره د طالبانو لخوا سقوط شوه او څو مودې ورسته د افغانستان امنیتي چارواکو لاس ته ورغله.

د کندز او نورو ولسوالۍ سقوط د طالبانو لخوا بې څارې پیښه نده، په مهمو مواردو کې د کندز ښار او د دې ولایت یو شمیر نورې سیمې د ۱۳۹۴ کال د میزان په ۶ د طالبانو لخوا سقوط شول.

د دې سقوط اصلې لامل د کندز او هم محلې سیمو ناغیړې ښودل شوې او دا ښار نیګدې ۲۰ ورځې د طالبانو په لاس کې وو.د کندز ښار د بیا ځل نیولو په خاطر د امنیتي ځواکونو او یو شمیر ملکې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د دې ښار زیات شمیر کورنې کابل او نورو ولایتونو ته په تیښته اړه شول.

۹.۱

سره له دې چې د دې سقوط اصلې لامل څرګند نشو؛خو هغه څه چې څرګند وو دا ده چې د کندز دفاعي کمربند دومره کمزوری نه وو چې د طالبانو بریدونه په شاه ونه تمبوی.او په کافي توګه امنیتي ځواکونه هم په دې ښار کې شتون درلود؛خو د دې ولایت د چارواکو ناغیړی او خیانت د دې ولایت د سقوط لامل شو.په هر حال د کندز ښار سقوط هغه هم د ملي یوالې حکومت په لومړې کال کې د دې حکومت پر ټنډه د بدنامې یوه لکه وه تر ټولو مهم دا چې د یو شمیر سیمو او ولسوالیو سقوط لا هم دوام لرې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *