په تخار کې یوۍ میرمنې د خپل خاوند زور زیاتي له کبله خپل ماشوم له لاسه ورکړو

د افغانستان تخار ولایت کې یو ځايي چارواکی وايي، څلور ورځې مخکې دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن دومره شکنجه کړې، چې شپږمیاشتنی حمل یې ضایع شوی دی.

۳

د نوموړي په وینا دوی پر یادې مېرمنې د شوي زور زیاتي بشپړ معلومات لپاره د کندوز روغتون طبي معایناتو پایلې ته انتظار کوي.

دغه ۲۳ کلنه مېرمن د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوس په کندوز روغتون کې بستري ده او مېړه یې تښتېدلی دی.

دې مېرمنې  ویلي، مېړه پرې د کوتکو، چاکو او بیاتي ګوزارونه وکړو او دا بې هوښه شوه، خو کله چې بېرته په هوښ راغله ویې لیدلي، چې شاوخوا یې وینې پرتې دي. هغه وايي:

”چاکو او بیاتي یې لاس کې وو، زه بې هوښه شوم، کله چې په هوښ راغلم و مې لیدل چې ټول غولی په وینو لړلی دی، نه پوهیږم څه یې کړي او څه یې نه دي کړي.”

د روغتون مشر نعیم منګل وايي په دوسیه کې د دغې ښځې تناسلې الې غوڅېدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وايي نوموړې د شکنجې له کبله د شپږو میاشتو حمل ضایع کړی دی.

یو شمیر سر چینې وايي، د شکنجې له کبله د ښځې پوټکی شین اوښتی او وايي مېړه یې د سر ویښته خریلي دي. هغه په دې تور داسې شکنجه شوې چې ګواکې د خپل میړه له خور سره یې مرسته کړې وه چې له کاله وتښت.

د تخار امنیې قومندان نورمحمد حکیمي وايي، پولیس د دغې ښځې د تښتېدلي مېړه لټون کوي. په تخار کې له مېرمنو سره زور زیاتي نوې پېښه نه ده، بلکې په دغه ولایت کې دغه ډول پېښې له دې مخکې هم شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *