یو ۲۰ کلن افغان ځوان(امیر) په آلمان کې ولي او څنګه اتل شو؟

په مونشن کې څو ورځې مخکې یوه ایراني الاصله آلماني ځوان په ډزو نهه کسان ووژل. خو یو افغان مهاجر د دغې پیښې قهرمان شو. د آلماني رسنیو په خبره دغه کس د ډیر شمیر آلمانیان ژوند ژغورلی دی.

۲

آلماني رسنې امیر نجف زاده، چې څو کاله مخکې له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي، د مونشن د ښار د جمعې ورځې د پیښې اتل بولي.

د «فوکوس» انلاین مجلې په خوله دغه ۲۰ کلن افغان ځوان په المپیا سوداګریز مرکز کې د «مونا» پلورنځای د ساتونکي په توګه کار کوي. هغه د ډزو له اوریدو سره شاوخوا ۲۰۰ وارخطا شوي کسان د دغه پلورنځي په تاکاوۍ کې ځای پر ځای کړل او د هغوی ساتنه یې وکړه.

د «تاتس» ورځپاڼې د امیر له خولې لیکلي دي: «په یو وارې د ۱۵۰ یا ۲۰۰ په شاوخوا کې وارخطا کسان پلورنځي ته راننوتل.»

د دغو کسانو په ډله کې درې ماشومان هم شامل وو چې ژړل یې او خپلې مور ګانې یې ورکې کړې وې. د تاتس په خوله امیر ویلي دي: «ما دغه ماشومان او نور ټول کسان زیر زمیني ته بوتلل او ورته مې اوبه راوړې.»

تر دې وروسته امیر له پلورنځي ووت چې پولیسو ته اطلاع ورکړي. امیر وایي: «هلته مې په وینو ککړ دوه کسان ولیدل. هغوی ته مې اوبه راوړې چې ځانونه له وینو پاک کړي.»

د هغو کسانو په ډله کې چې امیر ورسره مرسته کړې ده یوه حامله میرمن هم شامله وه. د «شتوتګارتر څایتونګ» ورځپاڼې په خوله امیر ویلي دي: «دا حامله میرمن داسې لړزیده چې زه ویریدم چې ماشوم به یې سقط شي. زما خپله میرمنه هم حامله ده.»

امیر درې کاله وړاندې آلمان ته راغلی دی او اوس په مونشن ښار کې اوسیږي. هغه وایي کله چې پوه شو چې د مونشن ښار برید کوونکی نه افغان او نه هم مهاجر دی، نو یو څه آرامه شو. هغه رسنیو ته ویلي دي: «ما په آلمان کې هر هغه څه چې غوښتل تر لاسه کړي دي. اوس غواړم هغه جبران کړم.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *