په افغانستان کې داعش د عراق او سوریې له داعش ډلې سره مستقیمې اړیکي لري

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو قوماندان ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش حضور په مستقیمه توګه په سوریې او عراق کې د داعش د ډلو سره اړیکي لري.

۱

امریکايي جنرال جان نیکلسن د اسوشیټیډ پرس د خبرې آژانس سره په مرکې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش وسله وال په عراق او سوریې کې د داعش د مشرانو سره مالي، مخابراتي او ستراتیژیک ارتباطات لري.

نیکلسن ویلي دي چې په افغانستان کې «د داعش څانګه د دغې ډلې د هستې سره ارتباط لري.»

«دوی د غړیتوب لپاره درخواست ورکړی و، هغوی منلی دی، دوی باید چې یو شمیر ازمویښتونه پاس کړی وای، دوی ته دابق [مجلې] کې تبلیغات کیږي.»

په افغانستان کې داعش یا د اسلامي دولت ډله د ننګرهار په ولایت کې فعالیت کوي. دغه ولایت د پاکستان سره پروت دی او اوس پکښې د داعش خلاف افغان ځواکونه تعرضي عملیات کوي. د افغان ځواکونو ملاتړ امریکايي ځواکونه کوي.

دغه نظامي اقدامات د افغانستان د پوځ د شفق په نامه د عملیاتو برخه ده چې د شنبې په ورځ پیل شول.

عملیات څو ساعته وروسته له دې نه پیل شول چې داعش په کابل کې د ځانمرګه بریدونو مسولیت په غاړه واخیست. په دغه بریدونو کې شاووخوا ۸۰ کسان ووژل شول.

بریدونه په هزاره ګانو باندې شوي وو چې شیعه ګان دي. په برید کې ۲۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دا په کابل کې د داعش لومړی برید و چې دغه بیا په افغانستان کې د داعش د حضور او بریدونو په اړه تشویشونه پیدا کړيدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *