د عراق د بهرنیو چارو وزیر: د ترکیې پوځ دې له دې هیواد څخه بهر شي

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفري د عرب د مشرانو په ۲۷ ناسته کې چې موریتاني په پلازمینه نواکشوت کې ترسره شوې وه په عربې نړۍ کې د یو شمیر رامنځ ته شویو پیښو په اړه وینا وکړه چې له هغې ډلې د فلسطین د قضیه، د سوریې بحران،د یمن د پیښو او د عراق امنیتي وضعیت په اړه  چې د هغې تر ټولو اړینه پیښه په عراق کې د ترکیې د پوځ شتون وو اشاره یی وکړه.

۱۱

جعفري دې ته په اشارې سره چې په عراق کې د ترکیې د پوځ شتون د دې هیواد حاکمیت تر پښو لاندې کوي پر ترکیې باندې د فشار راوستو غوښتونکی شو ترڅو خپل پوځیان له دې هیواد څخه بهر کړي.نوموړي ټینګار وکړ چې عراق د هیڅ هیواد ځمکنیو پوځ ته اړتیا نلري ده وویل سره له دې چې عراق په کراتو له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې خپل پوځیان دې له دې هیواد څخه وباسي خو لا هم د عراق په شمال کې د ترکیې پوځ شتون لري او دا کار د عراق حاکمیت تر پوښتنې لارندې راولوي.

له بلې خوا جعفري د فلسطین پیښو د بیا څیړنو په اړه اشارې او د دې ملت حق ورکړې سره وویل چې د عرب هیوادونو اوسنې کړکیچ له کبله دې هیوادونو خپل اهمیت له لاسه ورکړی نوموړی له فلسطین څخه د خپل هیواد له ملاتړ څخه خبر ورکړ او وویل چې د دې هیواد د خلکو حق د صهیونیستي رژیم لخوا تر پښو لاندې شوی دی.نوموړی همداشان د سوریې کړکیج ته په اشارې سره وویل چې هیواد یی له دې هیواد څخه ملاتړ کوي  او غواړې چې په دې هیواد کې د وینو تویول دې بند شي او د خبر لارې دې یاد هیواد سولې ته ورسیګي او د ښکیلو ډلو په منځ کې د پردیو د دخالت څخه یادونه وکړه او دا کار د سوريې وحدت او امنیت له ګواښ سره مخ کړی.همداشان نوموړی په خپلو ویناو کې د یمن بحران ته اشاره وکړه او په دې هیواد کې د سیاسي مسلو حل او د ملي حکومت رامنځ ته کیدو چې د یمن ټولي ډلې پکې دي د ملاتړ اعلان وکړ.

او له کویټ څخه یی د دې مذاکراتو د رامنځ ته کولو لپاره چې د یمن  بحران ته د پاي ټکی ایښودو په موخه جوړ شوی وو مننه وکړه.نوموړي په دې لړ کې د عراق د امنیتي سرتیرو په پرمختګ د خلکو په مرسته او دې هیواد له یو شمیر ښارونو نیولو او د زیات شمیر خلکو خپلو کورونو ته د ستنیدو اشاره وکړه او وویل چې د عراق حکومت د عشایرو سره د یو والي او د صلاح الدین او همداشان د دوي په منځ کې د وسلو د لیګد او له داعش سره د مبارزې په موخه د عراق سرتیرو سره د یوځای شي او عراق نړیوال او عربی ملاتړ ته اړتیا لري.نوړی وویل چې باید ټول عربي هیوادونه د خپل اختلافات لمنځه یوسی او د هغو نقشو پر وړاندې له یو والې څخه کار واخلو چې زمونګ د شتمنیو د منځه وړلو هڅې کوي.نوموړي همداشان وویل:اوس دا وخت ندی ترڅو د عربی هیوادنو په منځ کې د ستونځو او اختلافونو پروندې پرانیزو ،مونګ نن ورځ ډیر زیات د عربې ملتونو یوالی او اتحاد ته اړتیا لرو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *