دفاع وزارت وایی هڅه کو ترڅو نیول شوي سیمي وساتو
د افغانستان دفاع وزارت وایي، جدي هڅې کوي تر څو د یوه مېکانېزم له مخې هغه سیمې چې له وسله والو نیول کیږي وساتل شي.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د یوې خبري ناستې په پای کې وویل چې داعش ډله په جدي توګه ځپل شوې او ورڅخه په نیول شوېو سیمو کې تحکیمات روان دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي، تر راتلونکو څو میاشتو به په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه وخت وسله والې وسله والې ډلې په نښه شي.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د قهر سیلاب په نوم د عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي، لسګونه ټپیان او څلورویشت یې اسیر نیول شوي دي.