په جوزجان ولایت کې ۲ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور نیول شوي دي
په جوزجان کې امنیتي چاروکي وایی د دې ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله ۲ طالب جنګیالي وژل شوي او ۷ تنه نور نیول شوي دي.
د جوزجان ولایت د پولیسو ویاند حکمت الله امین خاورمیانه ته وویل،تیره ورځ یو شمیر طالب وسلوال چې د سرپل ولایت له کوهستانات ولسوالۍ څخه د جوزجان ولایت خانقاه ولسوالۍ ته راغلي وو،ورسته له هغه چې د پولیس چارواکو له دې موضوع څخه خبر وموند د دوي په میشتن ځای د خانقاه ولسوالۍ کې پر دوي برید وکړ چې ۷ تنه ونیول شول او دوه تنه نور ووژل شول.
د یاد ولایت د پولیسو پر وینا د دې ډلې څخه یو شمیر وسلي او موهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړی زیات کړه چې د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې له طالبانو سره جګړه دوام لری او دا ډله د ماتو غوړلو په حال کې ده.
وسلوالو طالبانو په دې هکله څه ندي ویلي.