د داشان فساد او کورنیو اختلافونو په منځ کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو انتظار تر کله؟

په تیرو ورستیو کلونو کې د صدر مقتدي په مشري په عراق کې د صدر پر مواضع ضد او نقیص پیښي لیدل کیګي.د عهدنامې لیکنې څخه شروع د امریکایان لخوا د عراق نیولو ورستو د امریکایانو او دهغوي له ملګرو سره تر مبارزې پورې،د مالکي په دولت کې د وزارت نیول او ورسته د استعفا ورکونې اوس د حیدر العبادي دولت پر خلاف اعتراضونه ، د اصلاحاتو منځه ته راوړل او د فساد د لمنځه وړلو ادعاوي.

۸

په دې ورستیو کې د صدر د جریان د مشر ادعاوي، د صدر مقتدي د فساد له لمنځه وړل او د خپلو ملګرو سره په بغداد کې د لاریون کولو بلنه د عراق په پلازمینه کې زیات شوي دي.

په پیل کې زیات شمیر ملګرو یی د ده خبرو ته به یی بها ورکوله آند تر دې چې په یوه لاریون کې لاریون کونکو د عراق په الخضرا سیمه کې د دې هیواد پارلمان نیولو ورسته د هغه یو شمیر برخې ویجاړې کړې.سره له دې چې په عراق کې د صدر جریان پلویانو لخوا دا شان کړنې کیګې،کیدیشي چې دا شان کړنې د دې لامل شي چې په عراق کې سیاسي او کورنې جګړي پیل شي او دا اختلافونه له پخوا د ساسي ګوندونو او پلویانو تر منځ یی شتون درلود.

د جریان صدر د مشر دعوت پراخ شو او د هغه ورستي د جمعې په ورځ د(اسد ۴) وه له خپلو ملګرو څخه یی وغوښتل چې د التحریر په میدان کې یو لوي لاریون له توهین او شعار پرته پر لاره واچوي. په پیل کې د صدر مقتدي د لاریون په سیمه کې شتون درلود او ورسته له هغه چې نوموړی له هغه ځای څخه ولاړ د ده پلویانو د تندو شعارونو په ورکړې سره ویل چې اوس هغه مهال رسیدلی چې فساد له لمنځه یوسو او ورسته یی بیا په شاه تګ وکړ.

په لاریون کې د ګډون والو غبرګون د فساد په اړه د صدر ژمنې، په دولت کې د ریښیزو بدلون رامنځ ته کول او د عراق نوی کول وو چې په دې برخه کې هیڅ ډول پرمختک نه لیدل کیګې.

د عراق ملت غواړي چې پو شي چې د مقتدی صدر لخوا رامنځ ته شوي آشوب کوم ځای ته رسیګې،کوم پرمختګ په رامنځ ته شي او د حکومتې فساد د لمنځه وړلو لپاره د صدر پلانونه څه دي؟دا ځکه له کله چې د صدر مقتدي خپل اعتراضونه پیل کړي دي مسایل لا بد شوي دي او د تیر کال حوت میاشتي راهیسي په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو تر منځ اختلافونه په خپل ځای پاتې دي.

د صدر د جریان او د هغه د ملګرو ترمنځ اختلافونه د مالکې سره د اختلافونو په څیر دي چې دا کار یو له هغو مسایلو څخه دي چې د صدر د پلویانو د ناخوښي سبب او د دوي د صبر د کاسې د تویدو شوی دی.د مالکې ریاست په مهال د صدر جریان نوموړی تایید کړ او اختلافونه هغه مهال پیل شول کله چې مالکې واشنګتن ته سفر وکړ چې په هغې وخت کې د صدر جریان دفتر یوه بیانیه خپره کړه چې په هغه کې واشنګتن ته د مالکې پر سفر نیوکي شوې وې او دا کار یی له امریکا څخه د مرستو غوښتنو په توګه یاد کړې وو.امریکا د خپلو ملګرو مرستو پرته عراق یی سیاسي کړکیچونو خوا ته بوتلو.مالکې هم دا بیانیه یو دروغ وباله.همداشان د مقتدي صدر او قیس خزعلي ترمنځ اختلافونه د دې لامل شول ترڅو د صدر جریان په بشپړ توګه د صدری لیک او همداشان د “عصائب اهل الحق” له ډلو څخه شول.په اسي حال کې چې قیس غزعلي ټینګار وکړ چې د دې اختلاف او بدلون دلیل د دوي په منځ کې د نظر اختلافونه وو چې د اړیکو د خرابیدو باعث شول.

دا رامنځ ته شوي اختلافونه د عراق پر ملت بدې اخیزي لري.که د سیاسي ګوندونو مشران ونشي کولی چې اختلافونه پریګدې او د یو بل ترڅنګ ولاړ شي څنګه به وشوی کولی چې د هیواد مشري په غاړه واخلي او فساد له منځه یوسي او داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چې عراق له څا څخه بهر کړي؟

تر دې مهاله د عراق ملت پوښتنه کوي چې انتظار تر کله…؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *