په فاریاب ولایت کې له یوه خونړي برید مخنیوی وشو

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي د یو حلقه ماین له کشف او خنثی کولو څخه خبر ورکوي چې په یوه جومات کې ځای پر ځای شوی وو.

۲۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایی:د دولت وسلوالو مخالفینو غوښتل ترڅو د میمنه ښار په کوهي خانه سمیه کې په یوه جومات کې د ماین ایښودو سره پر لمونځ کونکو برید وکړي او غوښتل یی چې د دې ماین په چاودنې سره له لمونځ کونکو قرباني واخلي چې خوشبختانه مخکې له چاودنې د خلکو په مرسته د یاد ولایت د انجینري ټیم لخوا خنثی شو.

د فاریاب د پولیسو ویاند په وینا دا ماین له هغو ماینونو څخه وو چې په لاس جوړ شوی وو او له لرې لار څخه کنټرولیدو.

د نوموړی په وینا تر دې مهاله څوک په دې تړاو ندي نیول شوي او د فاریاب ولایت پولیسو لخوا د دې کس پلټونه دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *