د افغانستان سوله وخت ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د نړیوال سازمان استازي سوله د افغانستان له جدي اړتیا څخه بولې؛خو وایی چې دا پروسه وخت ته اړتیا لری او باید له صبر څخه کار واخیستل شي.

۱۱

د خاورمیانه ریپوټو پر بنسټ،تادامچي یاماموتو وویل چې د افغانستان سوله اړینه ده او سولې د رسیدو لپاره زیات وخت ته اړتیا شته.

په ورته حال کې یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي، د روان میلادي کال په لومړېو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته ده.

د یوناما په راپور کې راغلي چې په دې موده کې له یو زرو شپږ سوه ډير ملکي وګړي وژل شوي او له درېیو زرو او پنځه سوه ډير ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې دانیل یل نن یوه خبري کنفرانس وویل:

“یوناما د ۲۰۱۶ میلادی کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په مجموعي ډول ۵۱۶۶ ملکي تلفات ثبت کړي دي چې له دې جملې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او درې زره پنځه سوه ۶۵ کسان ټپیان شوي دي چې دا رقم د تېرکال په پرتله څلور فیصده زیاتوالی په ګوته کوي.”

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې ښکیلو غاړو ته په خطاب کې وویل چې د جرایمو ځواب ورکول به وخت ونیسي خو عاملین به یې ځواب ورکوونکي وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *