د کابل جنایت پر وړاندې سکوت د تروریزم تشویق په معني دی

د لبنان حزب الله ډلې په کابل کې د اسد د دوهمې نیټې ترهګر برید غندلو ترڅنګ وویل چې د دې جنایت په اړه د نړۍ سکوت د تروریزم د تشویق په معني دي.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د لبنان حزب الله د یوه خبرپاڼۍ په خپرولو سره د دې غوښتونکی شو ترڅو په ټوله نړۍ کې د ترهګرو درولو ته بهانه پریګدي.

په دې بیانیه کې راغلې :په کابل ښار کې د ترسره شوي جنایت په افغانستان کې د شیطاني حلقو وژنه او جنایات دي چې د نړۍ ټولې برخې یی موخې ګرځولي دي.

د حرب الله په آند د دې کړنو څخه هدف هم انتقام، د بی ګناه کسانو وینه تویونه، د اسلام د څیرو او مسلمین تخریب،د امت بیلتون او د دوی د خبیثانه غوښتنو او همداشان ترهګرو ته د سیاست خدمت د یوه سیاسي توکو په شان دي.

په دې بیانیه کې تصریح شوي چې حزب الله د نړۍ ، سیمې او رسنیو سکوت د دې جنایت پر وړاندې له تاسف څخه ډک ښودلی او دا کار یی د تروریزم تشویق بولي.

دې ګوند له عالمانو، نړیوال هیت ، سیمې او هر هغه شخص چې ژوندی ضمیر لری غوښتې ترڅو دا جنایت محکوم کړي او د هغه پر وړاندې سکوت ونکړي.

د لبنان حزب الله په پای کې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت صبر او سلامتې غوښتنه او اعلان وکړ.

د اسد په دوهمه د همزنګ په سیمه کې د روشنایی غورځنګ د لاریون کونکو په منځ کې د برید له کبله ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *