په جوزجان ولایت کې د ۶۶ کیلو مخدره توکو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

د جوزجان ولایت پولیس د ۶۶ کیلوګرام مخدره توکو ( تریاک ) د دې ولایت په مربوطاتو کې له کشف او ضبط څخه خبر ورکړ.

۳.۱

له نشي توکو سره د پولیسو د مبارزې مدیر سمونمل شاه محمود پویا خاورمیانه ته وویل:دا مخدره توکې د دشت لیلي سمیې څخه د دې ادارې پولیسو کشف او ضبط کړي دي.

د ښاغلي پویا په وینا د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

نوموړی زیاته کړه چې دا توکي له بلخ ولایت څخه راوړل شوي وو او ټاکل شويه  وه چې د فاریاب ولایت په نارامه سمیو کې طالبانو ته وسپارل شي.

نوموړی زیاته کړه چې په دې ورستیو کې طالبانو د مخدره توکو په پلورلو او قاچاق لاس پورې کړی دی.

ویل کیګي چې په فاریاب ولایت کې طالبانو تر خپل ولکې لاندې سیمو کې خلکو ته امر کړی چې مخدره توکي وکري ترڅو له دې لارې خپل نظامي تجهیزات سمبال کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *