یوه هندي میرمن ۴۵ ورځو ورسته د یرغملګرو له لاسه آزاده شوه

د هند د بهرنیو چارو وزیر د هغه هندي میرمنې خوشیکیدل تایید کړي چې ۴۵ ورځي وړاندې له کابل څخه برمته شوۍ وه.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج خپل ټویټر رسمي پاڼه کې د میرمن جودیت دیسوزا خوشیکیدو خبر تایید کړ. د هند د بهرنیو چارو وزیر د نوموړې خوشیکدو څرنګوالي او یا هم د برمته له سیمې څخه معلومات ندې ورکړي خو ویلي دي چې،ډیر خوښ یم چې میرمن جودیت دیسوزا آزاده شوه.میرمن سواراج خیریه بنیاد کارکونکې له خوشیکیدو په لړ کې  د افغانستان دولت له هڅو څخه ستاینه وکړه.د آغا خان موسسي کارکونکۍ میرمن جودیت ۴۵ ورځې وړاندې په کابل کې د ناپیژنده کسانو له لورې برمته شوه. د افغانستان امنیتي چارواکو په دې اړه لا څه ندي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *