د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالې کې ۳ بهرنیان ووژل شول

 د ننګرهار ولایت په حصارک سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د ۲۵ طالبانو په ګډون ۳ چیچینیان وژل شوي او ۱۸ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

۵

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د فاع وزارت د یوې خبرپاڼۍ په خپرولو سره وویل،دا عملیات تیره شپه د وسلوالو طالبانو پر مواضع د حصارک ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.د خبرپاڼې پر اساس په دې عملیاتو کې د طالبانو ۲۵ جنګیالیو په ګډون ۳ چیچنی وګړي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.په ورته حال کې د دفاع ملي وزارت د هیواد په سویل کې د ۲۲ مشکوکو کسانو له نیولو او په کندز کې ۳۵ طالبانو له وژل کیدو څخه خبر ورکړ.خبرپاڼه زیاتوي،د دهراود، ترینکوت،د ارزګان ولایت په مرګز او د قندهار په میوند ولسوالیو کې یی ۲۲ مشکوک کسان نیولي دي او ۵ مختلفه الډول ماینونه یی کشف او خنثی کړي دي.همداشان خبرپاڼه زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کندز  ولایت په دشت ارچي کې د امنیتي سرتیرو عملیاتو په لړ کې ۳۵ وسلوال طالبان وژل شوي او د هغوي ۲ حلقې ماینونه کشف او خنثی شوي دي.

وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه ندې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *