په پیښور کې افغان کډوال د مجبوري له مخې خپل توکي په نیمه بیه پلوري

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان هټیوال خپل توکي په نیمه بیه پلوري.

۱

د پېښور بورډ بازار کې یو افغان هټیوال کرامت خان، چې جونګړې ته ورته هټۍ کې ناست دی وايي، د ۱۰۰۰ روپیو بیې توکي په ۶۰۰ روپۍ پلوري.

نوموړی وايي ‘له ۳۵ کلونو راهیسې یې دلته ژوند کړی، دلته پيدا شوي ماشومان اوس ځوانان دي، یوه لور ته راتلونکی نامعلوم دی او بل لور ته اوس ورسره د پولیسو چلند داسې دی، چې په خبره یې ورځ تېرول ګران دي.’

نوموړی وايي ‘غواړي که نه، خو اړ دی، چې نور پېښور پرېږدي.’

دغه سیمه کې د پولیسو ګاډی د وېرې نښه بلله کېږي.

کډوال وايي، پولیس یې نیسي او د پيسو له اخیستو وروسته یې بېرته پرېږدي.

د بورډ بازار شاوخوا سیمه کې یو مهال ګڼ افغانان لیدل کېدل، دغه سیمه کې ډېری هټیوال هم افغانان وو، خو اوس دلته ډېر لږ کسان تر سترګو کېږي.

د یوه سپین ږيري افغان فاروق جان په خبره، دلته مېشت افغان کډوال کارت لري او که نه، خو پولیس یې نیسي، ځکه وايي د سیمې افغان هټیوال خپل توکي په نیمه بیه پلوري او له دغه ځایه کډه کوي.

پولیسو همدا نن له کارخانو مارکیټ سیمې شپږ افغانان نیولي، چې په وینا یې دلته د اوسېدو اسناد یې نه درلودل.

پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو له بریده وروسته ځايي پولیسو له شپږ زره ډېر افغان کډوال نیولي، چې وايي خپل هېواد ته شړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *