د آلمان رسنۍ :په دې هیواد کې ورستی بریدګر شاید پاکستانی وي

د جرمني ځیني چارواکي او خبري رسنۍ وايي، هغه ځوان چې د تېرې سې شنبې په شپه يې په جرمني کې پر یو شمېر کسانو د چړې او تبر ګزارونه وکړل، ښايي پاکستانی وي.

۴۴

تردې مخکې ویل شوي و چې برید کوونکی افغان و او له داعش ډلې سره يې تړاو درلود.

افغان چارواکي وايي، د برید کوونکي چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د اصلي هویت د تثبیت لپاره تحقیقات روان دي.

فرانس پریس اژانس د جرمني پولیسو ته د نږدې مقاماتو له قوله وايي، کیدای شي هغه ځوان چې د تیرې سې شنبې په شپه يې په باوریا سیمه کې په یوه ریل کې پینځه کسان د چړې او تبر په ګزارونو ټپیان کړل، ښايي پاکستانی وي.

تر دې مخکې ویل شوي و چې برید کوونکی افغان دی چې شاوخوا دوه کال وړاندې جرمني ته راغلی و.

د جرمني پولیس وايي، ښايي دغه هلک ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته په رسېدو ځان افغان معرفي کړی وي.

برید کوونکي چې د پولیسو په ډزو ووژل شو له حملې مخکې په یوې ثبت شوې ویډیو کې ځان داعش یا د اسلامي دولت په نامه ډلې ته منسوب کړی دی.

په جرمني کې د افغانستان سفیرحمید صدیق وايي د دغه هېواد له چارواکو يې غوښتي چې د هغه هلک د هویت په اړه لازمې پلټنې وکړي چې د سې شنبې په شپه يې په باوریا سیمه کې په یوه ریل کې پر عامو خلکو برید وکړ او پینځه کسان يې ژوبل کړل.

د جرمني زیډ ډي ایف تلویزوني شبکې ویلي د برید کوونکې په ثبت شوي ویډیو کې د هغه لهجه افغاني نه ده او د متخصصانو په باور هغه په پاکستانی لهجه خبرې کوي.

دا تلویزون وايي، برید کوونکی په ویډیو کې ځان محمد ریاض ګڼلی خو په اسنادو کې د هغه اصلي نوم ریاض خان دی.

ریاض خان د سې شنبې په شپه په باوریا سیمه کې یو ریل ته وخوت او په سپرلیو يې د چړې او تبر ګزارونه وکړل.

په دې برید کې پینځه کسان ژوبل شول او په خپله برید کوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شو.

په جرمني کې افغان سفیر ښاغلي صدیق هم وايي چې ریاض خان په افغانستان کې زیات دود نه دی.

د جرمني پولیسو د ریاض خان په خونه کې د داعش بیرغ، د ځان وژنې په اړه یو لیک او هغه لیک موندلی چې برید کوونکي خپل پلار ته لیکلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *