په کندز او بدخشان کې له ۳۰ څخه زیات طالبانو ته مرګ ژوبله
د افغانستان په شمال ختیځ کې د ملي اردو ۲۰ فرقه وایی چې په بدخشان او کندز ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په لړ کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۲۱ تنه نور یی ټپيان شوي دي.
دخاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ملي اردو ۲۰ فرقې له خولۍ،امنیتي ځواکونه توانیدلي ترڅو ۷ طالب وسلوال ونیسي.
وسلوالو طالبانو له دوه وو ورځو راهیسي د کندز ولایت په ذال قلعه او د بدخشان ولایت په خاش سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر مواضع بریدونو ته زور ورکړی دی.
په کندز کې د لومړې لوا د ۲۰ پامیر فرقې قومندان دګروال منګل راحت وویل پر دې دوه وو ولسوالیو د طالبانو تهاجمي بریدونه له ماتې سره مخ شوي او طالبان سخت ځپل شوي دي.
راحت وویل د دوشنبي شپې په هغو بریدونو کې چې طالبانو د ذال قلعه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر مواضع کړي وو د طالبانو د یوه قومندان په ګډون چې ملا منصور نومیده ۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
له بلي خوا د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن خاورمیانه ته وویل ورسته له هغه چې پر خاش ولسوالۍ د طالبانو هغه بریدونه ناکامه شول چې غوښتل یی یاده ولسوالۍ ونیسي امنیتی سرتیرو د طالبانو پر مواضع خپلو بریدونو ته زور ورکړ چې د دې کار په لړ کې طالبان اړ شول ترڅو له دې ولسوالۍ څخه وتښتي.
نوموړی وایی په خاش ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۵ طالب وژل شوي ۷ تنه ټپیان او ۴ تنه نور یی نیول شوي دي.
فروتن وایی چې طالبانو د خاش ولسوالۍ څخه جرم ولسوالۍ ته شا تګ کړی دی.
کندز او بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې له نا امنو ولایتونو څخه دي چې د یادو ولایتونو په یو شمیر سیمو کې طالبان شتون لري.
خو په شمال ختیځ کې امنیتي چارواکې بیا د تصفیوي عملیاتو له ژر تر ژره پیل څخه خبر ورکوي.