سلیمانیه ته د نوري مالکي سفر

د شنبې په ورځ مسعود حیدر اعلان وکړ چې د دولت د ایتلاف مشر نوري مالکي د کرد مسولینو لیدو په موخه به سلیمانیه ته سفر وکړی.

۱

حیدر په یوه مصاحبه کې اعلان وکړ چې د هغه اطلاعاتو پر اساس چې زمونګ په لاس کې دي مالکي به د دوشنبي په ورځ سلیمانیه ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړه چې مالکي به د التغییر او د وطن له یوالي ګوندونو کردي مسولانو سره وګوري.نوموړي زیاته کړه چې په دې کتنو کې به له مرکزي حکومت سره اړیکي ، د کردستان اقلیم او د عراق وضعیت  وڅیړل شي.د یادونو وړ ده چې مخکې له دې مالکي د دواړو ګوندونو ترمنځ د سیاسي او نه ماتې دونکی تړون څخه په دې دلیل خپل ملاتړ اعلان کړی وو چې دا کار به د فدرال حکومت او د کردستان د اقلیم حکومت د ستونځو په حل کي به مثبت تاثیر ولري. د یادونې وړ ده چې د التغییر ګوند مشر نوشیروان مصطفی او د وطن د یوالي ګوند مرستیال کوسرت رسول تیره میاشت د سیاسي او پارلماني برخو کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *