دافغانستان د کرکټ لوبډله نن یو ځل بیا له ایرلنډ سره د لوبې ډګر ته وځی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبې له ايرلنډ سره د خپلې دويمې پنځوس اووره يا يو ورځنۍ نړيوالې مسابقې لپاره د سيالۍ ډګر ته وځي.
په پام کې ده ايرلنډ او افغانستان په خپلو کې پنځه يو ورځنۍ نړيوالې مسابقې وکړي.
د افغانستان او ايرلنډ اوله يو ورځنۍ يا پنځوس اووره مسابقه د باران له کبله ونه شوه.
نننۍ مسابقه به د ایرلنډ په بلفاست ښار کې کېږي.