د امریکا کانګرس: آیا پاکستان دوست دی که دښمن؟

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د بهرنیو چارو کمیټه د سه شنبې په ورځ د ترهگرۍ پر ضد مبارزې او د دیني سخت دریځۍ په اړوند د پاکستان د اسلامي جمهوریت د مشراکت او رول په هکله یوه استماعیه غونډه جوړوي.

33

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو د مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې غړی تد پو، چې ددې غونډې رئیس دی وایي دغه استماعیه غونډه به د مجلس غړو ته ددې موقع ورکړي چې د ترهگرو ډلو سره د پاکستان د اوږدمهاله اړیکو په هکله په زیات څه پوه شي.

ښاغلي پو ویلي دي چې د ترهگرو ډلو سره د پاکستان اړیکې مستندې دي. هغه د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو، القاعده او حقاني شبکې په گډون زیات شمیر ترهگرو سازمانونو ته د مرستې په برابولو تورنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات د ٢٠٠١ کال د سپتمر د ١١ نیټې د ترهگریزو بریدونو وروسته پاکستان ته څه دپاسه ۳۳ میلیارډه ډالر د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره ورکړي دي.

خو د امریکا د کانگرس د غړي مت سلمون په وینا د دومره زیاتو پیسو په لگښت او د ١٥ کالو په تیریدو سره “اوس هم د پاکستان استخبارات د ترهگرو سازمانونو سره اړیکه لري او په سیمه کې د ثبات د ټینگیدو بریا” کمه ده.

ښاغلي سلمون ویلي دي چې باید په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو اهداف، هیلې او کمکونه په ژوره توگه وڅیړل شي. هغه همداشان ویلي دي چې د سه شنبې د ورځې په استماعیه کې به د پاکستان په اړه د امریکا د “ناکامې پالیسۍ” په هکله بحث وشي او د پرمختیا د یوې ښه لارې د موندلو په اړه به مناظره وشي.

ټاکل شوی چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو مخکنی سفیر زلمی خلیلزاد، هم په دغه استماعیه غونډه کې گډون وکړي. د لانگ وار ژورنال مسؤل مدیر بل روگیو او د امریکایي پوهنتون استاده تریشیا بیکن هم په دې غونډه کې د شاهدانو په توگه گډون کوي.

ښاغلي خلیلزاد په هغه لیک کې چې دمخه یې د کمیټې غړو ته استولی د پاکستان بهرنۍ پالیسې یې په افغانستان کې د جگړې د عامل په توگه یاده کړې ده او ویلي یې دي چې ددې هیواد نیابتي (استازیتوب) جنگیالي نه یواځې د ایتلاف سرتیرو او افغان پوځیانو او ملکیانو ته جدي گواښ متوجه کړی بلکې په نړۍ کې د افراطیت او سخت دریځې د خپریدو عمده عامل هم دی.

زلمي خلیلزاد ویلي دي چې که د امریکا د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې ترهگرۍ او سخت دریځۍ ته په ټوله نړۍ کې ماتې ورکړي، نو باید په پاکستان کې د هغې له ریښو سره مقابله وکړي، هغه هیواد چې د هغه په وینا په ظاهره د امریکا دوست دی او په باطن کې د ترهگرۍ حامي دی.

د پاکستان د حکومت او په ځانگړې توگه ددې هیواد استخبارات د ترهگرۍ څخه ملاتړ ردوي او په قبائیلي سیمو کې د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ عملیاتو ته په اشارې ځان د ترهگرۍ او ترور قرباني گڼي.

د پاکستان پوځي ځواکونه د دوو کالو راهیسې له ترهگرو څخه د قبائیلي سیمو د پاکولو په خاطر په عملیاتو بوخت دي، خو افغان او امریکایي مقامات په دې انتقاد لري چې د پاکستان پوځ په دې عملیاتو کې یواځې هغه سخت دریځه ځپي چې پاکستان ته خطر رامنځ ته کوي او د هغوی په وینا دغه عملیات په افغانستان کې فعال سخت دریځه په ځانگړې توگه د حقاني شبکه نه په نښه کوي.

د زښاغلي خلیلزاد په وینا پاکستان د طالبانو څخه په ملاتړ غواړي چې جگړه اوږده کاندي تر څو امریکا له دغې جگړې څخه تنگه شي او یا ځان شا ته کړي او په پای د پاکستان استازي جنگیالي وکړای شي د افغانستان اوسنی حکومت وپرزوي.

پاکستاني مشران د دوه گونې لوبې خطرونه درک کوي، خو د ښاغلي خلیلزاد په وینا په دې هکله د واشنگټن له لورې د فشار د نه شتون چې د “امریکا د مرستو د ترلاسه کولو او د طالبانو نه د ملاتړ” ترمنځ یو انتخاب کړي، تر اوسه دغه هیواد دغې لوبې ته دوام ورکوي.

د افغانستان د دولت د مخالفو سخت دریځو او طالبانو څخه د ملاتړ په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې د انکار سره سره امریکایي وکیلان وایي چې دننه په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژنې وښودل چې د طالبانو څخه د هغه هیواد د ملاتړ په اړوند هیڅ ډول تردید نشو لرلای.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *