په بدخشان کې د تاجکستان سفارت بیا په کار پیل کړ
د بدخشان ولایتي چارواکي وایی چې له سیمیز حکومت سره د یوې پریکړه لیک په ترځ کې تاجکستان خپل سفارت یو ځل بیا په دي ولایت کې پرانیسته.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد د یاد سفارت پرانیستل د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ،د خوارکې توکو د لیګد او د بیمارانو د درملنې په برخه کې مهم ګڼي.
بیکزاد وایی: په دي ولایت کې د تاجکستان د سفارت بیا فعالیدل د دې ولایت اوسیدونکو ته به ډیري آسنتیاوې را منځ ته کړې.
نوموړی وایی دا قونسلګرې د داړو هیوادنو ترمنځ دنیک ټولنیزو ، تجارتي او فرهنګي اړیکو په بررخه کې ځانګړی اهمیت لری.
په ورته حال کې د بدخشان والي د امنیت د ټینګښت او له یاد قونسلګری سره د هر ډول همکاریو څخه خبر ورکړ.
تاجکستان تیر کال خپل سفارت په بدخشان کې د ناامنیو له کبله بند ګړی وو.
له بلې خوا نظروف وایی ورسته له هغه چې د افغانستان دولت دوي ته د امنیت ډاډ ورکړ دوي چمتو شوي دي چې خپل قونسلګری په دي ولایت کې پرانیځې
د بدخشان د پوهنتون استاد سیحون وایی د نسي،شکي،ماه مي،کوفاب او خواهان ولسوالي فیض آباد ته مواصلاتي لار نلرې او د تاجکستان له لارې کابل ته تګ راتګ کوي.
ښاغلی سیحون وایی:دا یو کال چې په بدخشان کې د تاجکستان سفارت بند وو د دې ولایت اوسیدونکي له زیاتو ستونځو سره لاس او ګریوان وو.آن تر دې چې دوي خپل بیماران هم تاجکستان ته درملنې لپاره بیایی او د دې قونسلګرې بیا فعالیدل به د بدخشان اوسیدونکو ته ډیري اسنتیاویی رامنځ ته کړي.
د لسوکلونو په ترڅ کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د دوستې پینځه پلونه جوړ شوي دي چې د دواړ هیوادنو تر منځ د راکړې ورکړې ګډ بازارونه لري.