په کندوز ولایت کې ۱۲ وسلوال طالبان نیول شوي دي
د کندوز ولایت د پولیسو مطبوعاتي مسول هجرت الله اکبري خاورمیانه ته وویل،دا عملیات تیره شپه د چهاردې ولسوالۍ د عیسي خیل په کلې کې ترسره شول.د ده په وینا په دي عملیاتو کې ۱۲ طالب وسلوال نیول شوي دي.
اکبري زیاته کړه چې په دي عملیاتو کې د وسلو یو پټنځای، د یو هایلکس ،رنجر او موټر سایکل په ګډون څو عرادي نقلیه وسیلې له منځه وړل شوي دي.
له بلې خوا د کندوز ولایت د مطبوعاتې څانګې مسولان وایی چې په دې عملیاتو کې یو شمیر طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبانو لا په دې اړه څه ندې ویلي.