د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبه د باران له کبله لغوه شوه

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه د اورښت له امله لغوه شوې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې پرونې لوبه لغوه شوه. دا د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه.

۳

 

ټاکل شوې وه چې دغه لوبې به د ايرلنډ په بلفاسټ کې پيل شي او نهه ورځې به دوام وکړي.

افغان لوبډله له سکاټلنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته ايرلنډ ته تللې او په تېرو څو ورځو کې لوبغاړو هم تر ډېره هلته تمرينونه کړي او له لوبغالي سره بلد شوي دي.

افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې، خو د ایرلینډ لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې سره برابرې بلل کېږي.

د افغانستان په لوبډله کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نوي ځوانان هم ډېر ښه ځلېدلي دي چې په راتلونکې کې ښايي ډېره تکیه پرې وشي.

افغانستان وړاندې تر دې سکاټلنډ ته په خپل کور کې ماته ورکړه او د لوبو لړۍ اتلولي يې خپله کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *