د کشمیر په تازه نښتو کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وتلي بېلتونپال قومندان برهان واني تر وژل کېدا وروسته مظاهرې شوې، چې په لړ کې یې هندي ځواکونه لاس په کار شوي او په رامنځ ته شوي تاوتریخوالي کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي.

۴

د تاوتریخوالي په دې پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې تر ۹۰ ډېر پکې پولیس او نیمايي نور یې پوځيان دي.

هندي حکومت سیمې ته د وضعیت د کابو کولو لپاره نور پوځيان استولي او هلته یې ګرځبندیز او پر موبایل او انټرنېټي خدمتونو هم بندیز لګولی دی.

د یکشنبې په ورځ، د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ په ډزو کې په لومړي سر پنځه کسان ووژل شول.

ترې وړاندې، په یوه بله مظاهره کې یو کس ټپی شو.

ویل کېږي په نښتو کې یو پولیس هم وژل شوی.

د شنبې په ورځ، د ۲۲ کلن برهان واني په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون وکړ. نوموړی پر خواله رسنیو ډېر فعال سړی و.

ښاغلی واني د جمعې په ورځ له هندي ځواکونو سره په ډزو کې ووژل شو.

د کشمیر وېشل د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي یو لوی لامل ګرځېدلی دی، چې پر سر یې د دواړو ګاونډیو او اتوم لرونکو هېوادونو ترمنځ درې ځلې جګړې شوې دي.

دواړه هېوادونه ادعا کوي چې کشمیر د دوی قلمرو دی. د هند تر ولکې لاندې یوشمېر اسلامپالې ډلې د خپلواکۍ او بېلتون لپاره جنګېږي او غواړي چې له پاکستان سره یوځای شي.

د کشمیري بېلتونپالو او په سیمه کې تر ټولو د لویې اورپکې ډلې (حزب المجاهدین) قومندان برهان واني جنازه پخپل پلرني ښار ترال کې وشوه.

د هند حکومت ویلي، د نوموړي په جنازه کې هېڅ هندي امنیتي کس یا پولیس ګډون نه درلود، ځکه که ورغلي وای شاید تاوتریخوالی لا نور پسې خونړی شوی وای.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *