د بن لادن زوي:له امریکا څخه به د خپل پلار د مړینۍ غچ اخلم

حمزه و اسامه بن لادن

د اسامه بن لادن زوي په انټرنټ کې د یوه صوتي غګ په خپرولو سره ویلي چې له امریکا څخه به د خپل د پلار د وینې غچ اخلي.

حمزه و اسامه بن لادن
حمزه و اسامه بن لادن

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د رویترز له نقله،د اسامه بن لادن زوي حمزه بن لادن په یوه ۲۱ دقیقه یی صوتي غګ کې تر دې نامه چې مونګ ټول SITE یو.

ویلي چې د دي ډلۍ مبارزه به د امریکا او د هغوي دوستانو سره دوام لري.

د بن لادن زوي په دي پیغام کې ګواښ کړي،مونګ به پر تاسو خپلو بریدونو ته دوام ورکړو  څه ستاسو په هیواد کې او یاهم ستاسو له هیواد څخه بهر مونګ به دهغو ظلمونو غچ واخلو چې تاسو د افغانستان،فلسطین،سوریه،عراق،یمن،سومالي او نورو مسلمانانو باندي کړي دي.

نوموړی د خپلو خبرو په دوام وویل:د اسامه بن لادن د غچ اخیستلو به اړه باید وویل شي چې دا غچ یوازي د اسامه لپاره ندی بلکې د هغو کسانو غچ دی چې له اسلام څخه یی دفاع کړې.

حمزه بن لادن چې ګومان کیګي چې شل کلن به وي  د ۱۱ سپټامبر بریدونو څخه مخکې له خپل پلار سره په افغانستان کې وو او ورسته له هغه چې امریکا پر افغانستان برید وکړ او اسامه   پاکستان ته په تیښته اړ شو دی به خپل پلار ته ورتله.

حمزه بن لادن چې تیر کال په یوه غګیز پیغام کې د ایمن الظواهري لخوا نړۍ ته ور وپیژندل شو ښایی چې دې ډلۍ ته ځوانه وجهه رامنځ ته کړی.دا په داسي حال کې ده چې د یادي ډلۍ مشران هڅي کویی ترڅو دي ډلۍ ته نور کسان جزب کړي چې د داعش ترهګرۍ ډلۍ له سخت ګواښ سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *