چین افغانستان ته امنیتي توکي ورکړل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چین له افغانستان سره د چاودېدونکو توکو د پیژندلو او له منځه وړلو ۴۰۰ وسیلې مرسته کړې ده.

۱

دغه وسیلې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد ته وسپارل شوې.

د ښاغلي جاهد په وینا په دغو امنیتي وسیلو کې څلور سکنر دروازې هم شته چې د کابل په څلورو دروازو کې به ولګول شي. دغه دروازې د چاودېدونکو توکو د پېژندلو او له منځه وړلو وړتیا لري.

په افغانستان کې د چین سفیر وایي د کابل په لویو دروازو کې د دغو سکنرونو لګول به د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي او د افغان دولت مخالفین به ونشي کړای چې چاودېدونکي توکي کابل ښار ته دننه کړي.

نوموړي د افغانستان د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او وايي هېواد يې د افغانستان ګاونډی له دې امله د افغانستان امنيت ته ډېره توجه کوي.

څو ورځې وړاندې د چین د پوځي مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورکړل شوه او د ولسمشر د ملي امنیت مرستیال حنیف اتمر ویلي وو دا مرستې له ځان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پیغام لري.

د چين پوځ مشر د روان کال په پيل کې د کابل سفر پر مهال له افغانستان سره په نظامي برخه کې د شاوخوا ۷۳ ميليونو ډالرو مرسته اعلان کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *